د ننګرهار د زیتونو حاصلات له ۶۰۰ ټنو ۶۰ ټنو ته کم شوي

- Author, ذبیح الله رحیمزی
- دنده, ننګرهار
ننګرهار کې زيتون باغونو ته د نه پاملرنې له امله د دې ګرانبیه مېوې حاصلات ۹۰ سلنه کم شوي دي.
د ننګرهار د کانال رياست چارواکي وايي، سږکال يې ۶۰ ټنه زیتون راټول کړي چې تېرکال دا حاصلات ۶۰۰ ټنه وو.
د ننګرهار والي بي بي سي ته ويلي، د زيتون د کمو حاصلاتو څېړنه کوي او هغوی چې پکې ناغېړي کړې وي قانوني چلند به ور سره کېږي.
د ننګرهار کانال چارواکي، کارګرو ته سږ کال د ځانګړې بوديجې نشتوالی او بوټو ته پر وخت نه پاملرنه د حاصلاتو د کموالي لاملونه ګڼي.
د ننګرهار زیتونو افغانستان پر اسپانيا، ایټاليا، یونان او امريکا سربېره د ۲۵ نورو زیتون تولیدوونکو هېوادونو په کتار کې درولی دی.
په تېره یوه لسيزه کې د ننګرهار د زيتون فارمونه د پراخېدو او د حاصلاتو د ډېرېدو په لور روان وو، خو سږکال د دې لويې پروژې حاصلات بې ساري کم شوي دي.
اوس د ننګرهار له زيتون باغونو دانې راټولې شوې او ترې د تېلو ایستلو پروسس چارې د ننګرهار د زيتون فابريکه کې پيل شوې، خو چارواکي مني چې سږنی حاصل يې نږدې ۹۰ سلنه کم شوی دی.
د ننګرهار د کانال رييس سيداغا مياخېل بي بي سي ته وويل، سږ کال يې شپيته ټنه دانې د پروسس لپاره فابريکې ته راوړل شوې چې دا حاصلات تېر کال ۶۰۰ ټنه وو.
وزارت ته ګوته نیول

دی زياتوی سږکال به اټکلي ۶ زره لیتره تېل ترلاسه کړي چې تېرکال يې ترې ۵۶ زره ليتره ترلاسه کړي وو.
"له دې به ۸ ټنه اچارو ته پروسس کړو، ۵۲ ټڼه به د تېل اېستلو لپاره پروسس شي. سږ کال يې حاصل کم شوی دی، تېل به سږکال ۶ زره ليتره ترلاسه کړو، تېر کال ۵۶ زره لیتره و، په خپل وخت کیمیاوې سرې او درمل ورته ونه رسول شول".
ښاغلی مياخېل د حاصلاتو د کموالي علت، د زیتون ونو ته پر وخت د سرې، اوبو او ونو نه کيچي کول یادوي چې په وينا يې وزارت ورته پر وخت د تېر کال په څېر ځانګړې بوديجه نه ده ور کړې چې پرې دا چارې سرته رسېدلی وی.
تېرکال چارواکو بي بي سي ته ویلي و چې له دې باغونو یې زر ټنه زيتون ترلاسه کړي دي.
د ننګرهار والي حیات الله حیات چې له زيتون د تېل اېستلو پروسس د لېدنې لپاره ورغلی و، وايي د زیتون حاصلاتو کمېدو علت څېړي.
"په دې کې شک نه شته چې تېرو او اوسنیو حاصلاتو ته وګورو موږ د رکود خواته روان يو خو ډادمن اوسئ چې له تخنیکي اړخه یې څېړو حاصلات یې ولې کم دی، که سم دلیل موندلی نه شو هر چا چې پکې ناغېړي کړې وي، قانوني چلند ورسره کوو".
په ننګرهار کې د زيتون فابریکې چارواکي وايي، د زیتون فابريکي ماشينونه هومره ډېر کارېدلي چې له امله يې د زيتون تېل سمه ترې نه شي ترلاسه کولی.
عتيق الله د زيتونو فابريکې مشر
"ماشينري چې په ۶۳ کال لګول شوې، هماغه کاروو. هغه وخت کې چې نوې وه ۱۳ سلنه غوړي وېستلی شول، اوس د استالاک له وجې اته او نهو سلنو ته راغلې ده او تخنیکي کارګر هم کم دي".

د ننګرهار د زيتون په فابريکه کې دا مهال د ۸ مېرمنو په ګډون ۶۰ تنه تخنیکي ګارګر په کار بوخت دي چې د تېرو ۱۷ کلونو راهیسې یې يو کارکونکی هم نه دی ور اضافه شوی.
له کورنۍ جګړې وړاندې په دغه فابريکه کې شاوخوا ۱۵۰۰ کسانو کار کاوه.
د ننګرهار والي وايي د کرنې او اوبو لګولو وزارت ژمنه کړې چې د زيتون فابريکې د وسايلو د جوړولو سربېره به د کانال پروژې اړوند ورانې ويجاړې هم ورغوي.
که څه هم چارواکو تېر کال د زيتونو باغونو او د هېواد په کچه په ننګرهار کې د زيتون د پروسس فابريکې وسايل ډېريدو ته د پاملرنې ويلي و چې ګواکي غواړي بېرته د ننګرهار زیتون توليدات نړېوالو بازارونو ته ولاړ شي، خو سږنيو حاصلاتو ته په کتو ويل کېدی شي چې راتلونکي کلونه به د ننګرهار زيتون فابريکې څرخونه د زیتون د کمو دانو د ورتلو له امله یو ځل بیا ودرېږي.









