په لندن کې افغان خټکي او انګور

د ویډیو تشریح، لندن ته لومړی ځل افغان خټکي راوړل شوي
    • Author, حفیظ الله معروف
    • دنده, بي بي سي لندن

د افغانستان خټکي او انګور، په لومړي ځل تېره اوونۍ ( د اکټوبر پر۱۷) بریتانیا ته را ورسېدل.

دا مېوه په الوتکه کې لومړی ترکیې او له هغه ځایه بیا څلور ورځې وروسته، لندن ته را رسول شوې ده. پانګوال وايي تمه لري هره اوونۍ یوه جوپه مېوه د لندن مارکیټونو ته له کابله راوړي.

بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول اروپايي هغو ته د دې ډول مېوو د لېږلو له نیمايي ډېر لګښت افغان حکومت ورکوي، ځکه غواړي بهر کې خپل تولیدات په خلکو وپېژني او بازار ورته پیدا کړي.

د افغان حکومت د خپلو سوداګریزو مالونو د صادرولو لپاره د هند، ترکیې او اروپايي هېوادونو په ګډون ډېرو هغو ته هوايي لارې پرانیستې دي.

لومړۍ هوايي لاره د ۲۰۱۷ کال په جون کې پرانیستله شوه او له هغه راهیسې بهر ته ۱۸۰ الوتنې شوې، چې د څه باندې ۶۰ میلیونو ډالرو توکي یې صادر کړي دي.

افغان انګور
د عکس تشریح، له کابله تر لندنه، په هره یوه کېلو مېوې ټولټال نژدې دوه ډالره لګښت راځي

کټه که تاوان

بریتانیا ته د افغان مېوې په لومړۍ جوپه کې درې ټنه خټکي او انګور راوړل شوې دي. افغان سوداګر ویس قیس چې دا خټکي او انګور یې رواړي، بي بي سي پښتو ته وویل "اوسمهال د ګټې تمه نه لرو او غواړو یوازې مارکیټ پیدا کړو".

له کابله تر لندنه، په هره یوه کېلو مېوې ټولټال نژدې دوه ډالره لګښت راځي او له همدې وجې سوداګرو ته په کې ډېره ګټه نه رسېږي.

د زرګونو میلو په واټن، د لندن په څير نړیوال مارکیټ کې د افغان مېوې لېدل ښايي ښه خبر وي خو په دې ډول مارکیټونه کې له نورو تولیداتو سره سیالي اسانه نه ښکاري.

ښاغلی قیس وايي "په افغانستان کې په مسلکي ډول د مېوو په بسته بندۍ کې ډېرې ستونزې شته، که غواړو نړیوالو بازارونو کې سیالي وکړو، باید هر څه مو معیاري وي".

افغان تجار
د عکس تشریح، د ښاغلی قیس په وينا په افغانستان کې د مېوو بسته بندي له نړيوالو معيارونو سره برابره نه ده

د افغانستان د مېوو لپاره د بریتانیا مارکیټونه بیخي نوې دي او په اوسنیو شرایطو کې چې ګټه وټه هم په کې نشته، سوداګرو ته د تازه مېوو پر لپسې راوړل له ننګونو خالي نه دي.

خو په لندن کې ځینې افغان هټۍ وال ځکه هیلمن ښکاري چې د افغان مېوو خوند ته په کتو ښايي ډېر مشتریان پيداکړي.

عبدالقادر چې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې د مېوې کار کوي او اوس یې افغان خټکي خپلې هټۍ ته وړي، وايي "له ایران، اسپانیا، مراکش او ترکیې نه مې خټکي راوړي، خو افغان خټکیو خوند په ټولو کې بې جوړې دی".

سوداګر تمه لري چې د افغان حکومت په مالي ملاتړ دا ډول سوداګري به لږ ترلږه د لندن په څېر نورو نړیوالو مارکیټونو ته د توکيو د لېږد لپاره لار پرانیزي.