افغان مخابراتي سکتور کې ۳۰۰ میلیونه ډالره پانګونه

افغانستان

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، وصل ټیلیکام د کابل په ګډون په یوشمېر ولایتونو کې مخابراتي خدمتونه کول چې لومړی یې د پېریدونکو شمېر یو لکو ته رسېده، خو اوس د مخابراتو وزارت وایي چې د دغه شرکت پېرېدونکي ۱۲ زره کسان دي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت وایي د (الکوزي د کمپنیو ګروپ) به د مخابراتو په سکتور کې درې سوه میلیونه ډالره پانګونه وکړي.

دغه وزارت وایي چې د 'وصل ټیلیکام' په نوم مخابراتي شرکت د تخنیکي او مالي ستونزو له کبله فعالیت ته دوام ورنه شو کړای، نو پرېکړه شوې چې په الکوزي شرکت یې وپلوري. چارواکي وایي له دغې پانګونې سره به په ټول هېواد کې سلګونه کسانو ته د کار موقع برابره شي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت وایي دا مهال د وصل ټیلیکام شرکت د وروستۍ بیې پر سر چنې روانې دي.

په الکوزي ګروپ د دغه خصوصي شرکت د خرڅلاو موضوع وروسته تر هغه د اقتصاد عالي شورا ته ولاړه چې د مخابراتو وزارت په وینا، دغه شرکت له کلونو راهیسې ستونزې لرلې او سم فعالیت یې نه شو کولای.

د دغه وزارت ویاند سائر ځلاند بي بي سي ته وویل، حکومت د وصل ټیلیکام شرکت ته دوه میاشتې وخت ورکړ چې خپل پورونه پرې کړي، خو ناکام پاتې شو.

د ښاغلي ځلاند په خبره، دا مهال د اقتصادي عالي شورا په لارښوونه د مخابراتو او مالیې وزارتونو او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اترا) دا ارزوي چې وصل ټیلیکام شرکت له دولتي ادارو څومره پوروړی دی.

وصل ټیلیکام د کابل په ګډون په یوشمېر ولایتونو کې مخابراتي خدمتونه کول چې لومړی یې د پېریدونکو شمېر یو لکو ته رسېده، خو اوس د مخابراتو وزارت وایي چې د دغه شرکت پېرېدونکي ۱۲ زره کسان دي.

د مخابراتو وزارت وایي چې له دغې نوې پانګونې سره به د وصل ټیلیکام خدمتونه پراخ او معیاري شي. دا مهال افغانستان کې شپږ مخابراتي شرکتونه فعالیت کوي چې سلام او افغان ټیلي کام یې دولتي او روشن، افغان بېسیم، اتصالات او ایم ټي اېن (اریبا) یې خصوصي دي.

سائر ځلاند

د عکس سرچینه، @Sayer Zaland

د عکس تشریح، د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت ویاند سائر ځلاند بي بي سي ته وویل، حکومت د وصل ټیلیکام شرکت ته دوه میاشتې وخت ورکړ چې خپل پورونه پرې کړي، خو ناکام پاتې شو.

د مخابراتو وزارت شمېرې ښيي چې مخابرات ۲۱ میلیونه کاروونکي لري چې له دې ډلې یې څلور میلیونه انټرنېټ کاروي.

د مخابراتي شرکتونو له دې پراختیا سره- سره لا هم نیوکې شته چې خدمتونه یې معیاري نه دي او د ګاونډېو هېوادونو پرتله یې بیې هم لوړې دي.