تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"له بایو مټرېک پرته کارول شوې رایې هم حسابېږي"
د افغانستان د ټاکنو خپلواکو کمیسیون وایي، د تېرې شنبې ورځې په ټاکنو کې به هغه رایې هم حسابېږي چې له بایومټرېک پرته کارول شوي. د کمیسیون په وینا، یوه ځانګړې کومیټه به د دغو رایو ترمنځ سمې او ناسمې سره بېلې کړي او له هغه وروسته به سمې رایې وشمېرل شي.
پرون دوشنبه د اکتوبر پر ۲۲مه یو شمېر سیاسي ګوندونو له بایومټرېک پرته د کارول شویو رايو د باطلېدو غوښتنه وکړه.
خو د ټاکنو کمیسیون چارواکي وایي، یوازې اته سلنه مرکزونو کې بایومټرېک وسیله نه ده کارېدلې، او د دې مرکزونو رایه ورکوونکي حق لري چې رایه یې حساب شي.
د یاد کمیسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات وايي، دوی داسې یو میکانیزم کاروي چې سمې رایې له ناسمو بېلې کړي او د دې لپاره يې يوه کمیټه ګومارلې.
د ښاغلي سادات په خبره دا کومیټه به په دې اته سلنه مرکزونو کې د رایې ورکوونکو له مخکیني ثبت شوي نوملړ سره د رایې اچوونکو نومونه پرتله کړي.
د ده په وینا، که چېرته د رایه ورکوونکي نوم په دواړو لېستونو کې موجود وي نو رایه یې سمه ده او حسابېږي به.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې یو شمېر سیاسي ګوندونو وار د مخه د تېرې شنبې ورځې پر ټاکنو نیوکې پیل کړي. د دوی یوه مهمه غوښتنه دا ده چې نابایومټرېکه رایې دې نه حسابېږي.
د رایې ورکولو پر ورځ د بایومټرېک د یو شمېر وسایلو خرابوالی، یا یې د مسولو کسانو نه حاضرېدل او یا هم په مرکز کې د بایومټرېک الې نشتوالی د دې لامل شول چې ځینې کسان له دې وسیلې پرته رایه ورکړي.
په دې ټاکنو کې له څلور میلیونو زیاتو کسانو رایې ورکړې چې په شرایطو د برابرو رایې ورکوونکو ۴۵ سلنه جوړوي.
د ټاکنو کمیسیون چارواکي وايي، له چارشبنې ورخې به ډیټابیس یا د معلوماتو زېرمه کولو سیستم فعالوي چې د ورکړل شویو رایو اړوند ټول جزئیات په کې ځای په ځای کړي.
دغه کمیسیون وایي، د کابل ښار او نورو ولایتونو د رایې ورکونې له مرکزونو څخه ولایتي مرکز ته د رایې صندوقونو د لېږد چارې ګړندۍ کړې دي.