افغان ټاکنې: کابل او ولایتونو کې د ټاکنو حال

د شنبې پر ورځ د افغانستان لرو او بر کې له غزني او کندهار پرته پارلماني ټاکنو کې خلکو رایه واچوله. لاندې د ځینو ولایتونو حال درکوو:

په تخار ولایت کې د رایې اچونې بهیر ځینې ستونزې درلودې:

ویل کېږي چې په ځینو سیمو کې دا چاره ناوخته پیل شوه.

لامل یې دا و چې د کمیسیون کار کوونکي له بایومټرېک الې سره بلد نه وو.

ښځې هم رایې اچونې ته راوتلې وې، خو د سړیو پرتله یې شمېر کم و.

په ینګي کلا او خواجه غار کې وسله والو مخالفینو بریدونه کړي.

خو د کومې لویې امنیتي پېښې رپوټ نشته.

په بلخ کې د رایې اچونې بهیر:

بلخ کې ناظرانو ویل چي په ځینو مرکزونو کې د رایي ورکونکو د نوم موندل وخت نيسي او د ځېنو کسانو نومونه په لستونو کې نشته.

پدې ولایت کې ۴۴۷ زره خلکو د رایې اچونې لپاره نوم لیکنه کړې.په مزار شریف ښار کې په ځینو مرکزونه کې بهیر ناوخته پيل شو.

په کابل کې د رایې اچونې بهیر

په کابل کې د رایې اچونې بهیر تر ناوخته دوام درلود.

په ۱۷مه ناحیه کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل

په ځینو مرکزونو کې رایه ورکوونکو بېلابېل شکایتونه درلودل.

خو په ټوله کې ګڼ شمېر خلک رایې اچونې ته راوتلي وو.

دا عکسونه زموږ همکارۍ ملایکې احمدزۍ اخیستي.

په هرات کې د ټاکنو بهیر:

هرات کی هم د رایې ورکولو پر مهال د دې بهیر د پڅوالي له کبله شکایتونه اورېدل کېدل.

د رایه ورکوونکو کتارونه نسبتا اوږده وو.

د هر عمر خلک، ښځی او نارینه رایه اچونې ته راوتلي وو.

ویل کیږي چې په ځینو مرکزونو کی ټاکنیز توکي کم وو.

د هرات د ۱۶۱ نوماندانو څارونکو شمېر هم ډیر دی او ویل کیږی چی ځینی یی د نظارت یا څار په څرنګوالي هم سم نه پوهېدل.

یوشمېر کسانو ویل چې په اړوندومرکزونو کې یې خپل نوم نه دی موندلي.

ننګرهار کې وروستی وضعیت

په ننګرهار کې د رايې ورکولو مرکزونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه لېدل کېده

د ښځو برخه هم ډېره وه.

ځینو سیمو کې بهیر ناوخته پيل شو، نوم موندلو وخت نیوه او د ځېنو کسانو نومونه نه موندل کېدل.

په کامه، سره رود او کوټ ولسوالیو کې چاودنو ۲ تنه ووژل او ۱۴ نور یې ژوبل کړل.

همدا راز سره رود کې د هوان مرمۍ په یو کور ولګېده، چې ۴ مېرمنې او یو ماشوم یې ژوبل کړل.