وروستی, د ټاکنو په اړه د ولسمشر غني وینا
* افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه تلویزیوني وینا کې اعلان وکړ چې د افغانستان د پارلماني ټاکنو دوه ورځنی بهیر رسماً پای ته ورسېد.
* ولسمشر په خپله وینا کې د ټاکنو د بهیر په ترڅ کې وژل شوي کسان د ولسواکۍ د لارې شهیدان وبلل.
* افغان ولسمشر له افغان ولس نه په ټاکنو کې د ګډون لپاره مننه وکړه.
* ولسمشر غني وویل، طالبانو ته ثابته شوه چې دا ولس هېڅوک په زور نشي مهارولی
* ولسمشر غني وویل، که طالبان اخلاقي جرات لري نو را دې شي انو خپل زور دې ښکاري کړي. دا ګز او دا میدان
* غازي امان الله خان سل کاله وړاندې له همدې میزه نه ولسواکي پیل کړې ده.
* په دې ټاکننو کې د ښځو ګډون د افغانستان د ولسواکۍ لپاره تاریخي بریا ده.
* ولسمشر غني نوماندانو ته: تاسې ثابته کړه چې په ولس کې ژورې ریښې لري
* په دې پروسه کې ګټونکی او بایلونکی نشته. تاسې ټول د دیموکراسۍ د بهیر ګټونکي یاست
* ولسمشر غني له ټولو امنیتي او دولتي ارګانونو مننه وکړه چې د ټاکنو په پروسیه کې یې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره همکاري وکړه