د کورنیو چارو وزارت د زلمي ویسا کلپ خپور کړ

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ

منځپانګه نه شته

په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي‌ سي‌ د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.

د ‍پوسټ Facebook پای

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش پر خپله فېسبوک پاڼه د کندهار د ټپي شوي والي زلمي ویسا کلپ خپور کړی دی. په دې کلپ کې زلمی ویسا لیدل کېږي چې د روغتون پر بستر پروت دی، خو وضعیت یې ښه ښکاري. ښاغلي ویسا پرون د ولایت ماڼۍ برید کې ټپي شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ځینو سرچینو د بي بي سي په ګډون یو شمېر رسنیو ته ویلي وو چې ښاغلي ویسا د کندهار پرونی برید کې وژل شوی دی.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل، نوموړی ژوندی او روغتیايي وضعیت یې په ښه کېدو دی.

زلمی ویسا له دې مخکې د پکتیا والي او له هغه پخوا د افغانستان شمال کې د قول اردو مشر و.

د کندهار په برید کي، چې د والي دفتر کې وشو، د کندهار امنیه قومندان ډګر جنرال عبدالرازق، د دغه ولایت د ملي امنیت رییس مومین حسېن خیل او د ملي تلویزیون کمره مین سلیم شهزاده وژل شوي دي.

پېښه د کندهار ولایتي دفتر کې د ناټو له قومندان سکاټ مېلر سره تر غونډې وروسته هغه مهال وشوه چې ښاغلی مېلر د الوتکې لور ته روان و.

په دغه پېښه کې لږ تر لږه د دوو بهرنیو ځواکونو د ټپي کېدو خبر هم ور کړل شوی دی.

جنرال ویسا

ر
د عکس تشریح، جنرال ویسا له کندهار مخکې د پکتیا والي و.

جنرال ویسا مسلکي عسکر و او د ډاکټر نجیب الله په وخت یې د جنرالۍ رتبه ترلاسه کړې وه.

کابل ته د جهادي ډلو په ننوتلو سره نوموړی روسیې ته لاړ او د طالبانو د واکمنۍ له پرځېدو وروسته افغانستان ته ستون شو.

نوموړی کندهار کې زوکړی و او د ا مهال ۷۱ کلندی و.

د ولسمشر غني خبرې

له بلې خوا ولسمشر غني سیمې ته د ملي امنیت د لوی مشر او د کمانډو ځواکونو د استولو سپارښتنه وکړه.

اشرف غني د کندهار له پېښې څو ګړۍ وروسته یوه پیغام کې وویل؛ چې د کندهار له پېښې وروسته حالات ارزول کېږي،

"څو شیبې مخکې مې د اعلی سرقومنداني غونډه جوړه کړه او هلته مې د کندهار د امنیت د پاره لازمې سپارښتنې کړې دې. په دې سره د ملي امنیت لوی رییس معصوم ستانکزی او د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارت لوړرتبه چارواکي او د کمانډو زړور ځواکونه نن شپه کندهار ته رسېږي".

د رازق د ورور ګومارلو غوښتنه

ر
د عکس تشریح، طالبانو د یوې اعلامیې خپرولو سره د دې برید مسوولیت منلی دی.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال مامون دورانی وايي، د ملي امنیت لوی رییس او ور سره نور لوړپوړي چارواکي د شپې نږدې یوولس بجې کندهار ته ورسېدل.

"دوی هلته منډیګک ودانۍ کې غوڼده درلوده، لکه د کرزي ورور شاه ولي خان کرزی ا د ولسمشر سلاکاران هم و. خو غونډه کې یوازې د کندهار دوه چارواکي چې ویل کېږي زخمیان دي هغه نه و، لکه کندهار قول اردو قومندان او څلور سوه څلورم زون پولیسو قومندان نبي الهام نه لیدل کېږي.".

د دې غونډې اصلي هدف د کندهار وضعیت او پېښې څېړنې په هکله و، جې رپوټ به یې له ولسمشر اشرف غني او رسنیو سره شریکېږي.

په غونډه کې د کندهار ځینې مهمو څېرو، علمانو،د کرزي ورور شاه ولي خان کرزي او د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ګل اغا شیرزي او د غني سلاکارانو له ولسمشر غني وغوښتل چې د کندهار د اوسني وضعیت د کابو کولو لپاره د جنرال عبدالرازق ورور تادین خان امنیه قومندان وګوماري.

تادین خان له جنرال رازق سره په ملکي برخه کې کار کاوه.

معصوم ستانکزي د تادین خان د ګومارلو په هکله څه ونه ویل خو زیاته یې کړه، چې هڅه دا کېږي وړ کسان وګومارل شي.

خو د کورنیو چارووزارت وایي، چې د کندهار د امنیت امر رحمت الله اطرافي د کندهار امنیه قومندانۍ سرپرست ټاکل شوی دی.

د کندهار پېښه څنګه وشوه؟

ر
د عکس تشریح، پر جنرال رازق دغه مهال ځانمرګی برید کېده. دی هغه برید کې ټپي شو.

د کندهار د امنیت امر رحمت الله اطرافي رسنیو ته وویل، چې په دې هکله پلټنې روانې دي او زیاته یې کړه دا هرڅه مغه مهال وشول چې غونډه پای ته رسېدلې وه او د بهرنیو ځواکونو قومندان هغې الوتکې ته روان و چې هوایي ډګر ته پکې تلو.

په دغه مهال یو کس ډزې وکړې چې ۱۷ یا ۱۸ کاله عمر یې درلود.

ویل کېږي پر جنرال رازق څلور ګولۍ یوه زړه دوه اوږو او یوه نس کې لګېدلې وه او ډزې هم له اړخ پر شوې وې.

له دې پېښې وروسته خواله رسنیو ډېرې پوښتنې شوې چې ولې یو کس څو چارواکي پر یو مهال ووژني.

د بي بي سي خبریال مامون دورانی وايي، د جنرال رازق ساتونکي او منشیان هم دې پېښې ته حیران دي.

لا هم معلومه نه ده چې یوازې بریدګر ټول کسان وژلي دي، ځکه سیمه کې بهرنیو ځواکونو هم ډزې هم پیل کړې او د رازق ساتونکو ته یې ه اجازه نه ور کله چې د پېښې ځای ته ور شي.