کندهار برید: د یوې بې ساري پېښې منفي عواقب

د عکس سرچینه، .
- Author, داود اعظمي
- دنده, بي بي سي
د کندهار ولایت ماڼۍ کې برید په تېرو ۱۷ کلونو کې یوه تر ټولو مهمه امنیتي پېښه ده، چې د یوه ولایت نژدې ټول مشران یا لیډرشیپ پکې له منځه یوړل شو.
د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق او د امنیت امر مومن حسین خېل په دغه برید کې ووژل شول او د والي زلمي ویسا په اړه ویل کېږي چې سخت ټپي شوی دی.
که څه هم جنرال عبدالرازق د کندهار پولیسو مشر و، خو نفوذ یې ډېر پراخ و.
نوموړی په تېرو څو کلونو کې د افغانستان د یوه تر ټولو ځواکمن پوځي او سیاسي شخصیت په توګه پېژندل شوی و. ۴۰ کلن جنرال رازق د پاکستان او طالبانو یو تر ټولو سخت مخالف ګڼل کېدی.
نوموړي ځان په افغانستان کې د طالبانو ضد مبارزې د یوه سمبول په توګه راپورته کړی و او کندهار او شاوخوا سیمو کې د امنیت په راوستو او د طالبانو مخنیوي سبب ګڼل کېده.
پر نوموړي تر دې مخکې هم ګڼ بریدونه شوي ول. طالبانو تر ننني برید سملاسي وروسته وویل چې دا د دوی د یوه نفوذي کس کړی چې ' 'اصلي هدف '' یې د دوی په ټکو '' وحشي قومندان جنرال عبدالرازق ''و.
مهم پړاو
دغه برید د څو اړخونو له کبله ډېر اهمیت لري.
- برید د یوې مهمې امنیتي غونډې په وخت کې شوی چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو مشر قومندان جنرال آسټین میلر هم پکې و. دا له ۲۰۰۱ کال راهیسې، چې امریکايي ځواکونه افغانستان ته تللی، لومړی ځل دی چې د ناټو او امریکايي ځواکونو مشر قومندان په یوه دغه ډول پېښه کې ښکېل و. د بهرنیو ځواکونو قومندانۍ ویلي، چې جنرال میلر روغ دی، خو زیاتوي چې پېښه کې درې امریکایان ټپیان شوي دي. له دې کبله ښايي دغه پېښه د افغانستان جګړې ته د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ډېر پام اوښتو سبب شي.
- داسې ښکاري چې برید له پخوا پلان شوی و او بریدګر په دې لټه او انتظار کې و چې تر غونډې وروسته مهم کسان بهر ووځي او دی برید وکړي.
- دغه برید د شنبې ورځې تر ټاکنو دوې ورځې مخکې یو مهم ګوزار دی، ځکه طالبانو له مخکې ویلي و چې دغه ټاکنې به ګډوډوي.
- پر مورال او له رواني پلوه هم د دغه برید اغېز مهم دی، ځکه برید د ولایت ماڼۍ کې دننه شوی، چې په هېواد کې تر ټولو خوندي ځای بلل کېږي.
- دغه برید پر داسې مهال شوی چې د سولې خبرو لپاره هلې ځلې ډېرې شوې دي. داسې ښکاري چې دواړه لوري د جګړې په ډګر کې د برلاسي د تر لاسه کولو هڅه کوي، چې داسې د خبرو پر میز ډېر امتیاز تر لاسه کړي. خپله جنرال رازق اندېښنه درلوده چې کېدای شي د سولې د پروسې قرباني شي.
د پېښې عواقب
د جنرال رازق وژنه ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د حکومت تر سقوط وروسته یوه تر ټولو مهمه وژنه ده.
نوموړی د افغانستان په سویل کې تر ټولو ځواکمن حکومتي چارواکی و او د کندهار او شاوخوا سیمې ته د امنیت راوستو او هلته د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي عامل ګڼل کېدی.
په عمومي ډول دغه برید او د جنرال رازق وژنه د افغانستان په سویل کې د پوځي انډول بدلېدو ته لار هوارولای شي.

د عکس سرچینه، HELMAND GOVERNER OFFICE
د کندهار برید په ګاونډي هلمند ولایت کې د طالبانو تر هغه بریده یوه ورځ وروسته شوی، چې یو پخوانی امنیتي قومندان او د اوسنیو پارلماني ټاکنو کاندید عبدالجبار قهرمان پکې ووژل شو.
د دغسې تجربه لرونکو او ځواکمنو کسانو په نشتوالي کې کېدای شي طالبان د نورو سیمو د کنټرول تر لاسه کولو هڅې چټکې کړي.
پر جنرال رازق د هغه د سختیو له کبله نیوکې کېدې او د شکنجو، وژنو او بشري حقونو د سرغړونو تور پر لګېدی. خو نوموړي دغه تورونه تل ردول.








