تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبانو کندوز کې سرحدي پولیس وژلي
وسله والو طالبانو تېره شپه د کندز په قلعه زال ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو پر یوې پوستې برید کړی.
دولتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه بېلابېلې شمېرې ورکړل شوي.
امنیتي چارواکي وايي، په جګړه کې ۷ سرتېرو او ۷ طالب اورپکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو په قلعه زال کې یوې باوري سرچینې بي بي سي ته وویل، پر سرحدي پولیسو د طالبان برید کې د سرخ بیتل پوسته په بشپړه توګه لمنځه تللې او دولتی ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغې سرچینې د نوم نه افشا کېدو په شرط وویل چې د طالبانو په برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
بلخوا طالبان هم ادعا کوي چې د تېرې شپې په برید کې یې دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د کندوز د ولایتي شورا غړي هم دولتي ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتل تاییدوي.
د دغې شورا غړي سید اسدالله سادات بي بي سي ته وویل، د طالبانو په برید کې د پولیسو د ټولي قومندان په ګډون ۱۵ سرتېري وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
برید تېره شپه شاوخوا دوه بجې پیل شو.
په شمال ختیځ زون کې د امنیتي چارواکو په وینا جګړې دوه ساعته دوام وکړ او دواړو لوریو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.
کندوز کې د پامیر شلمې فرقې ویاند غلام حضرت کریمي وایي، د قلعه زال په سرخ بیتل سیمه کې د سرحدي پولیسو پر پوستې د طالبانو برید پر شا وتمبول شو.
نوموړی وایي، په نښته کې څلور دولتي سرتېري او اووه طالبان وژل شوي دي.
خو د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې په برید کې ۲۵ سرحدي پولیس وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي او اورپکو د سرحدي پولیسو ټول تجهیزات له ځانه سره وړي دي.
امنیتي چارواکي د طالبانو دا ادعا بې بنسټه بولي.
قلعه زال د افغانستان په شمال ختیځ ولایت کندوز کې له ناآراموولسوالیو ده چې په وروستیو کلونو کې څو ځله د طالبانو لاسته ولوېده. لا هم ددغې ولسوالۍ ډېرې برخې د طالبانو تر واک لاندې دي.