تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'د طالبانو برید کې د وردګو د سید اباد امنیه قومندان او شپږ پولیس وژل شوي'
د افغانستان د میدان وردګ ولایت پر سیداباد ولسوالۍ د وسله والو مخالفانو د سختو بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي. طالبان وايي، د دغې ولسوالۍ مرکز او امنیه قومندانۍ یې نیولې، خو چارواکو یې لا سقوط نه دی تایید کړی.
د وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل بي بي سي ته وویل، تېره شپه طالبانو د سید اباد ولسوالۍ پر مرکز پراخ بریدونه وکړل، چې د شپې ناوخته بېرته شاتګ ته اړایستل شول او پایله کې د پولیسو مشر سید نضراب شاه هاشمي له شپږو پولیسو سره ووژل شو او څلور نور پولیس ټپیان شول.
ښاغلی منګل وايي، د جګړې له کبله د کابل - کندهار لویه لار چې تړل شوې وه، بېرته د مسافرو او ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې ده.
طالبانو د ګڼو وسلو ترلاسه کولو ادعا هم کړې ده.
په خواله رسنیو کې هم د اور په لمبو کې ددغو ودانیو د سوځېدو خبرونه راغلي دي.
په غزني کې زموږ همکار اسدالله بلهار جلالزي د میدان وردګ د ولایتي ویاند له خولې ویلي، تېره شپه سخته جګړه شوې او له ولسوالۍ، امنیتي او ملکي چارواکو سره اړیکې پرې شوې.
عیني شاهدان وايي، له بېګا راهیسې د یکشنبې ورځې تر نهو بجو د کابل - کندهار لویه لار په سید اباد ولسوالۍ کې بنده وه.
د سیمې یوه اوسېدونکي بي بي سي ته د خپل نوم نه ښودلو په شرط وویل، ویل کېږي طالبانو ۱۲ موټر ورسره وړي او د سیداباد امنیه قومندان او اداري مدیر وژل شوي دي.
د نوموړي په خبره، جګړه تېره شپه شاوخوا لس بجې پیل او سهار شاوخوا نهه بجې سخته جګړه لږ ارامه شوه.
د برېښنا مزي
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د سید اباد ولسوالۍ اړوندو سیمو کې د جګړې له امله د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا غځېدلی مزی پرې شوی چې له امله یې د برېښنا په مزو کې شارټي رامنځ ته شوې او په میدان ښار، غزني، لوګر، او پکتیا ولایتونو برېښنا پرې شوې ده.
د جګړو او سوځېدو دا خبرونه په داسې حال کې ورکول کېږي چې ویل کېږي طالبانو د غزني په بېلابېلو سیمو کې هم لویې لارې، پلونه او پلچکونه له منځه وړي دي.
تېره شپه غزني کې هم درنه جګړه شوې او قره باغ کې ویجاړ پلونه او پلچکونه همداسې نړېدلي پاتې دي.