د پارلمان ځینې غړي خپلو شتمنیو ثبتولو ته چمتو نه دي

افغانستان

د عکس سرچینه، AOP

د عکس تشریح، د چارواکو ‍په وینا، د افغانستان د ملي شورا استازي د خپلو شتمنیو د ثبتېدو پروړاندې مقاومت کوي

د افغانستان د شتمنۍ د ثبت او څېړنې اداره او د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې خپلواکه کمېټه وایي، ددغه هېواد د دواړو جرګو ځینې استازي د خپلو شتمنیو ثبت ته نه دي حاضر شوي.

چارواکي وایي، دغه استازي نه یوازې له دوی سره همکاري نه کوي، بلکې برعکس ددوی ددغه ګام پر وړاندې درېدلي دي.

ددغې ادارې په خبره، اوس عام ولس کولای شي ددوی رسمي پاڼې ته ورشي او د ټولو حکومتي چارواکو له شتمنیو خبر شي او د ناکره توب په صورت کې کولای شي دوی ته راپور ورکړي.

د حکومتي چارواکو د شتمنیو ثبتول د ۱۳۹۴ کال لیندۍ میاشت کې کابل کې پیل شول چې د ټولو جګپوړو حکومتي چارواکو د شتمنیو په ثبتولو سره یوه لړۍ پای ته ورسېده.

د شنبې په ورځ د شتمنۍ د ثبت او څېړنې ادارې او اداري فساد پروړاندې د څار او ارزونې خپلواکې کمېټې مشرانو یوې خبري غونډې ته وویل،‌کابل کې د ټولو اجراییوي او قضايي حکومتي چارواکو د شتمنیو ثبتولو لړۍ پای ته رسېدلې او اوس یې ولایتونو او له هېواده بهر د شتمنیو ثبتول پیل کړي.

د اداري فساد پروړاندې د مبارزې خپلواکې ادارې مشر یما ترابي د شتمنیو ثبتول له حکومت سره د ژمنتیا په معنا بولي چې په وینا یې دا کار د ناقانونه عوایدو مخنیوی هم کولی شي.

افغانستان

د عکس سرچینه، Aop

د عکس تشریح، د شتمنیو د ثبت او ارزونې ادارې مشره ناهید ایثار د شتمنیو ثبتول د اداري فساد مخنیوي کې مهم ګام بولي

ده وویل، د حکومتي چارواکو د شتمنیو ثبتولو کې استثنا نه شته، چې په وینا یې د حکومتي دندې له پیلولو مخکې او د دندې له پرېښودو وروسته یې شتمنۍ سره پرتله کېږي.

د شتمنیو د ثبت او اروزنې ادارې مشرې ناهید ایثار دا د اداري فساد مخنیوي کې مهم ګام وباله.

د شتمنیو د ثبت د قانون له مخې، د جګپوړو حکومتي چارواکو د شتمنیو د ثبت سربېره، ‌د هغوی د مېرمنو،‌ والدینو او بچیانو شتمني هم ثبتېږي چې د ۱۵ کلونو عاید هم پکې راځي.

په دې موده کې د یادو کسانو عاید او لګشت ارزول کېږي او د ناسمو معلوماتو ورکولو په صورت کې سرغړوونکی کس قانون ته سپارل کېږي او سزا ورکول کېدای شي.

د حکومتي چارواکو د شتمنیو د ثبت او ارزونې اداره د اساسي قانون د ۱۵۴ مادې پربنسټ جوړه شوې چې له مخې یې د ولسمشر،‌ دوو مرستیالانو او وزیرانو په ګډون د ټولو حکومتي چارواکو شتمنۍ باید ثبت او وارزول شي.