د پروان په شیخ علي ولسوالۍ کې وسلوالو ۹ کسان تښتولي

ر

د عکس سرچینه، .

د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي، چې د دغه ولایت په شیخ علي ولسوالۍ کې وسلوالو چې نوموړې یې طالبان بولي، ۹ مساپر تښتولي دي.

هغې د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل، چې ټول لس کسان و، خو یو په تېښته بریالی شوی دی.

د هغې په خبره دا کسان خپلو ولایتونو، غزني، بامیان او وردګ ته روان و، چې په لار کې طالبانو له موټر کوز کړي دي.

"د ولسوال په سپارښتنه ځايي مشران له طالبانو سره خبرې کوي چې دا کسان خوشي کړي".

د هغې په خبره ډېری تښتول شوي کسان اهل تشیع دي.

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره خبرو کې په دې پېښه بې خبري وښوده او ویې ویل چې معلومات به یې وکړي.