د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه کې '۳۰۰ کسان وژل شوي او ټپیان' دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان شمالي جوزجان درزاب ولسوالۍ کې د "اسلامي دولت" داعش او طالبانو ترمنځ نښتو کې ۳۰۰ کسان وژل شوي او ټپیان دي.
د جوزجان ولایتي ویاند محمد رضا غفوري د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل، دا دوه اونۍ کېږي چې دا نښتې روانې دي.
د ښاغلي غفوري په وینا، په دې نښتو کې طالبانو ته زیات زیان اوښتی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا نښتې مني خو وايي، چې د دوی جنګیالیو له سلو ډېر داعش غړي وژلي او په لسګونه نورې ټپیان کړي دي.
دی د طالبانو ډلې د ۱۳ تنو وژل کېدل او د ۱۱ تنو ټپي کېدل مني.
داعش په دې اړه لا غبرګون نه دی په ډاګه کړی.
د جوزجان ولایتي ویاند په خبره، شمال کې درزاب د داعش ډلې اصلي مرکز ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلی غفوري وايي، په دغه سیمه کې نښتو ډېر شمېر اوسېدونکي د سیمې پرېښودو ته اړ کړي دي.
د هغه په وینا، د افغان امنیتي ځواکونو په هوايي برید کې دې ولسوالۍ کې د داعش ډلې دوه غړي وژل شوي چې یو یې تاجکستانی و او د دوی د اړیکو شبکه او وسایل له منځه تللي دي.
د درزاب ولسوالۍ د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې یو مهم پټنځای بلل کېږي.
دمګړۍ داعش په ننګرهار او جوزجان ولایتونو کې ډېر حضور لري خو د کابل په ګډون یو شمېر نور ځایونو کې د ځینو خونړیو چاودنو او بریدونو مسؤولیت دغې ډلې منلی دی.









