"جوزجان کې د داعش مهم قومندان وژل شوی"

د عکس سرچینه، ANA
د افغانستان په شمال کې ځايي سرچینو منلې چې په جوزجان ولایت کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې یو مهم قومندان قاري حکمت غیور له خپلو دوه ساتونکو او دوه بهرنيو وګړو سره یو ځای د ناتو ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی دی.
د افغان پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي دفتر ویلي، دا برید د پنجشنبې پر ورځ غرمه ۱۲ بجې د درزاب ولسوالۍ په سردره سیمه کې شوی.
د افغان ځواکونو مطبوعاتي دفتر همدا رنګه زیاته کړې چې د بلخ د شولګرې ولسوالۍ اوسیدونکی مولوي حبیب الرحمن د قاري حکمت پر ځای په جوزجان ولایت کې د داعش ډلې د قومندان په توګه ګمارل شوی.
د جوزجان ولایت د پولیسو د امنیت مسول عبدالحفیظ هم له بي بي سي سره په خبرو کې د قاري حکمت د وژل کېدو پخلی وکړ.
نوموړي د دوه تنو بهرنیانو د هویت په هکله څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې قاري حکمت د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د اولقای سیمې اوسیدونکی و.
د هغه په خبره قاري حکمت له داعش مخکې د طالبانو د ډلې غړی و.
د درزاب ولسوالۍ د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې یو مهم پټنځای بلل کېږي.
څه کم درې میاشتې مخکې هم د جوزجان ولایت ځايي سرچینو منلې وه چې د امریکایي ځواکونو بي -۵۲ الوتکې په دې ولسوالۍ کې د داعش ډلې یو پټنځای له منځه وړی.
ویل کېږي چې په هغه برید کې د داعش دلې ۲۵ غړي وژل شوي وو.










