د فاریاب نوی والي: د نامسوولو وسله والو مخه نیسو

د فاریاب نوی والي نقیب الله فایق د دغه ولایت له قومي مشرانو سره په ګډه غونډه کې وویل، د ولایت مرکز میمنې ته به د نامسووله وسله والو د ورتګ مخه ونیسي.
نوموړي وویل، پتېیلې یې ده چې د ګارنیزون په نامه امنیتي ځواک جوړ کړي چې د نامسووله وسله والو مخنیوی وکړي.
نوموړي دغه څرکندونې یکشنبه ماښام د جولای په ۸مه کړې دي.
په دغه ولایت کې د نامسووله وسله والو شتون چې کولای شي مرکز میمنې ته ننوځي، د خلکو اندېښنې را پارولې دي.
نوموړي همدارنګه وویل، دولتي ځواکونه دمګړۍ په قیصار ولسوالي کې مېشت شوي، چې د دولت د واکمنۍ استازولي وکړي.
نقیب الله فایق څلور ورځې وړاندې په داسې حال کې د فاریاب د نوي والي په توګه وټاکل شو چې معترضانو د دولتي ځواکونو له خوا د قیصار د یوه ځايي قومندان نظام الدین قیصاري د نیولو په غبرګون کې د ولایت ودانۍ ته اور ورته کړ.
د تېرې شپې په غونډه کې د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې مشر عبدالمتین بیګ وویل، مرکزي دولت د نامسووله والو د بې وسلې کولو پلان نه لري، خو غواړي د دوی فعالیتونه منظم او چوکاټ ته برابر کړي.
د بي بي سي کابل مېشتی خبریال وايي، د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د افغانستان اسلامي جنبش ګوند د فاریاب د نوي والي په توګه د نقیب الله فایق پر ټاکل کېدو خوښ نه دی.

خو د روانې میاشتې په پنځمه کله چې ښاغلی فایق د فاریاب د نوي والي په توګه وټاکل شو د جنرال دوستم د دفتر رییس عنایت الله فرهمند بي بي سي ته وویل، د جنبش ګوند د فاریاب د والي په توګه د فایق له معرفي کېدو سره ستونزه نه لري.
ښاغلی فایق له کلونو د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم له نږدې کسانو څخه و، خو ویل کېږي په دا وروستیو کې یې اړیکې چندان ښې نه دي.
فاریاب د افغانستان په شمال کې له ناامنه ولایتونو دی چې د راپورونو له مخې ۷۰ خاوره یې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې ده.








