"داعش افغانستان کې په یو ډول نه یو ډول مقاومت ښودلی"
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نېکولسن ختیځ ننګرهار ولایت ته په یوه نااعلان شوي سفر کې ویلي، داعش "لاهم بهرني جنګیالي په افغانستان کې جګړې ته ګوماري چې پر افغانانو بریدونه وکړي".
کله چې د بي بي سي خبریال له ښاغلي نیکولسن وپوښتل، په ۲۰۱۸ کې به داعش تر کومه بریده افغانستان کې فعال وي، ښاغلي نیکولسن یې ځواب کې وویل:
"داعش په یو ډول نه یو ډول مقاومت ښودلی. هغوی لاهم بهرني جنګیالي په افغانستان کې جګړې ته ګوماري چې پر افغانانو بریدونو وکړي، خو د افغانستان خلک د داعش مخالف دي او نه یې مني."
د تېر ۲۰۱۷ کال لومړیو کې بهرنیو ځواکونو ویلي وو، داعش به تر ۲۰۱۸ کاله له منځه یوسي، خو اوس وايي چې د روان ۲۰۱۸ کال ترپایه به دغه ډله افغانستان کې سمه وځپي.
په تېره فبرورۍ کې د بي بي سي یوې سروې وښوده، چې د ننګرهار له اچین او ځینو نورو سیمو داعش شاته تمبول شوی او څنګلوري لغمان او د هېواد شمال کې لاهم فعالیت لري.
ښاغلي نیکولسن وویل، داعش په تدریجي ډول غرونو ته پناه وړې ده:
"تاسو پوهېږئ داعش غوښتل "اسلامي خلافت" رامنځته کړي، چې جلال اباد یې پلازمېنه وي، خو دا دی نن موږ په جلال اباد کې یو. داعش په تدریجي بڼه د ننګرهار غرونو ته په شا تمبول شوي دي. هغوی غوښتل خپل فعالیتونه کونړ او جوزجان ته پراخ کړي، خو لا هم په خپلو پخوانیو ځایونو کې محدود پاتې شوي دي. داعش به په افغانستان کې بریالی نه شي."
جنرال نېکلسن همداراز د افغان حکومت او طالبانو د روغې جوړې خبرې او لنډ مهاله اوربند د افغان حکومت يوه لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه چې دوی یې ملاتړ کوي.
ده د بهرنيانو او طالب قومندانانو ترمنځ د سولې په تړاو د مخامخ خبرو په اړه له څه ويلو ډډه وکړه، خو ویې منله چې د دوی ډېپلوماټان هڅه کوي نور هېوادونه وهڅوي چې طالبان د سولې خبرو ته کېنوي.
ښاغلي نېکولسن ځايي چارواکو سره خبرو کې وویل، دوی به د طالبانو سره د روغې جوړې په هکله پر پاکستان فشار راوړي.
"په دې وروستيو کې زموږ هيلې ډېرې شوي، ولسمشر غني لومړی وزير عباسي او جنرال باجوه سره دومداره اړيکي لري او دا به د سولې خبرو اترو کې مرسته وکړي ".










