نیکولسن: 'کمزورې مشرتابه د افغان ځواکونو مرګ ژوبله ډېره کړې'

د ویډیو تشریح، "طالبان غواړي د کوټې شورا هلمند ته ولېږدوي"
    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان امریکایي جنرال جان نیکولسن وايي افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې لوی لامل د دغو ځواکونو کمزوری مشرتابه دی او له همدې امله ده چې د دغو ځواکونو په لیکو کې د اوښتو تلفاتو شمیر تر بل هر وخت ډیر دی.

هغه چې په کابل کې یې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په قوماندانۍ کې خبرې کولې وویل دوی د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه ډېر اندېښمن دي.

دی زیاتوي، د افغان ځواکونو د مشرتابه ستونزه د پولیسو په لیکو کې ډېره او د ملي اردو په لیکو کې تر دې یو څه کمه ده.

د ښاغلي نيکولسن په وينا "طالبان غواړي د کوټې شورا هلمند ته ولېږدوي". نوموړی وايي په همدې دليل په دغه ولايت کې طالبانو د ځاى موندلو هڅې گړندۍ کړې دي.

سږ دویم کال دی چې افغان ځواکونو د ټول افغانستان د امنیت مسؤولیت پر غاړه لري او بهرني ځواکونه یوازې د اړتیا پرمهال له دوی سره هوايي او لوژستیکي مرسته کوي.

۲۰۱۵ کال چې د افغان ځواکونو د بشپړ مسؤولیت لرلو لومړی کال و، هم د دغو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی و.

کله چې دوه کاله وړاندې اوسني حکومت خپل کار پیل کړ، ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د افغان ځواکونو د مشرتابه ټاکل باید د سیاسي تړاوونو له مخې تر سره نه شي، خو داسې ښکاري چې هغسې ونه شول او د ملي یوالي حکومت د برخه والو د غوښتنو له مخې په بېلابېلو کچو پر امنیتي څوکیو کسان وګومارل شول.

سیاسي لاسوهنې

ویل کېږي د کورنیو چارو پخوانی وزیر نور الحق علومي هم د وزارت په چارو کې د سیاسي لاسوهنو له امله له خپلې دندې لاس په سر شو.

غني

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلي غني زیاته کړه، پرپوځي دندو ګمارنې باید له سیاسي نیوکو پرته وي او د زورواکانو او مافیايي کړیو تر اغېز لاندې نه وي.

وروسته له هغه چې څه موده وړاندې د دویم ځل لپاره وسله وال طالبان کندوز ښار ته ننوتل، ښاغلي غني په یوه وینا کې وویل، په هېواد کې د وروستیو نا امنیو لوی لامل پر پوځي دندو د نا مسلکي کسانو ګمارل دي.

ښاغلي غني زیاته کړه، پرپوځي دندو ګمارنې باید له سیاسي نیوکو پرته وي او د زورواکانو او مافیايي کړیو تر اغېز لاندې نه وي.

هغه ټینګار وکړ چې د هغه چا په وړاندې به غوڅ دریځ غوره کړي چې د سمونونو مخه نیسي، خو داسې ښکاري چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د سمون لاره اوږده ده.

۲۰۱۵ کال چې د افغان ځواکونو د بشپړ مسؤولیت لرلو لومړی کال و، هم د دغو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی و.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ۲۰۱۵ کال چې د افغان ځواکونو د بشپړ مسؤولیت لرلو لومړی کال و، هم د دغو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی و.