تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبانو د افغان ځواکونو پرضد بریدونه بیا پیل کړل
وسلوالو طالبانو د اختر د دریو ورځو اوربند په پای ته رسېدلو سره د افغان حکومتي ځواکونو پرضد په کندهار، هلمند، لغمان او فاریاب کې بریدونه وکړل.
د لغمان د مرکز مهترلام په اته کیلومتره کې الیشنګ ولسوالۍ کې د ځايي پولیسو یو قومندان وايي، په دغه سیمه کې جګړه نښتې ده.
له کندهار هم رپوټونه وايي، چې وسلوالو طالبانو په میانشین، معروف او میوند ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي.
د هلمند له مرکز هم د جګړې د بیا پیلېدلو رپوټونه ور کړل شوي دي.
د دغه ولایت د والي ویاند عمر ځواک د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل، په سنګین او نادعلي ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو بریدونه کړي دي، چې له امله یې د ملي اردو یو سرتېری او یو ولسي وګړی ټپي شوي دي.
د فاریاب شیرین تگاب ولسوالۍ کې هم جګړه شوې.
د امنیه قومندانۍ ویاند کریم یورش وايي، د افغان ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او دوه ټپیان دي.
نوموړي د بي بي سي ته وویل، چې وسلوالو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې معلوم نه دی.
افغان ولسمشر له وسلوالو طالبانو سره د اوربند د غځولو خبره کړې ده، خو د وسلوالو طالبانو ویاند بي بي سی ته وویل، چې اوربند نه نوی کېږي او نن شپه( بيگا یا د دوشنبي شبه) پای ته رسېږي.
لس ورځې اوربند
افغان حکومت د یکشنبې په ورځ یوه بیان کې وویل: "د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا نننۍ غونډه کې له هر اړخیزو بخثونو وروسته له طالبانو سره اوربند لس ورځې نور هم وغځېد".
خو افغان حکومت دا هم ویلي، که "د دوښمن د هر ډول تېري" ځواب ته به افغان ځواکونه چمتو وي.
افغان ولسمشر د شنبې په وځ یوه ویډیو پیغام کې له طالبانو سره د اوربند غځولو اعلان وکړ او زیاته یې کړه چې په دې تړاو به وروسته جزیات خپاره شي.
اشرف غني له وسلوالو طالبانو وغوښتل چې دوی هم خپل درې ورځنی اوربند اوږد کړي او زیاته یې کړه:
درې ورځې اوربند وښوده چې افغان ملت د سولې تږی او غوښتونکی دی.
خو وسلوالو طالبانو د یکشنبې په ورځ د بیانیې خپرولو سره خپل درې ورځنی اوربند بریالی او د خپلې ډلې د ځواک نښه وبلله.
دوی دا هم وویل، چې دا اوربند یې د افغان ولس "د اختر ارام تېرولو" لپاره و، نه د افغان حکومت د "خوشالولو" لپاره.
طالب بندیان خوشي کول
افغان حکومت د یکشنبې په ورځ وویل، چې ولسمشر غني راتلونکو ورځو کې د ټولنې له مختلفو پاړکو سره پر اوربند ناستې او سلا مشورې کوي
لویې څارنوالۍ هم وویل، چې د اوربند د هرکلي لپاره یې د شنبې په ورځ ۴۶ طالب بندیان خوشي کړل.
دې ادارې دا هم ویلي، که اوربند وغځېږي او مقابل لوری هم ورته ګام واخلي، نور طالب بندیان به هم خوشي کړي.
د اوربند دریو ورځو کې چې دواړه لوري پرې ودرېدل وسلوال طالبانو غړي ان تر کابل هم راغلل او پر ولس سربېره یې له امنیتي ځواکونو سره هم انځورونه واخیستل، چې خواله رسنیو کې ډېر لاس په لاس کېږي.
اوربند څنګه وو؟
که څه هم افغان حکومت او وسلوالو طالبانو اوربند سم پلی کړ، خو بیا هم افغانستان بشپړ ارام نه و.
ننګرهار چې د داعش د رامنځ ته کېدو مرکز بلل کېږي د اوربند په دویمه او دریمه پکې چاودانې وشوې.
په دې دوو پېښو کې د طالبانو په ګډون نږدې ۴۵ کسان ووژل او تر سلو ډېر ټي شول.
داعش د شنبې ورځې د برید مسوولیت منلی دی.