تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'د اوربند اعلان خلکو کې کمزورې هیله راټوکولې'
وال سټريټ ژورنال:
امريکايۍ وال سټريټ ژورنال وايي، طالبان دا لومړى ځل دى چې طالبان په تېرو اوولسو کلونو کې اوربند اعلانوي.
د ورځپاڼې په وينا، که څه هم طالبانو د خپل دغه اقدام په اړه وضاحت نه ورکړى، خو داسې برېښي چې دا اعلان د سياسي نوښت د تر بيا ترلاسه کولو لپاره شوى وي، ځکه ولسمشر غني د تېرې فبرورۍ په وروستيو کې اعلان کړى و چې د سياسي پخلاينې لپاره د سياسي گوند په توگه د طالبانو رسميت پېژني او خبرو اترو ته چمتو دى.
ورځپاڼه وايي، د حکومت او طالبانو له لوري د اوربند اعلان په خلکو کې کمزورې هيله راټوکولې چې دواړه غاړې ښايي د سولې په لور لا په زغرده گاومونه واخلي.
ټايمز اف انديا:
خو ټايمز اف انديا بيا کابل کې د يوۀ بهرني شنونکي په وينا ليکلي چې د طالبانو له لوري د اوربند اعلان د باور جوړونې په موخه شوى او که دا اوربند په بريالي توب پلى شي نو د سولې خبرو اترو سره مرسته کولى شي.
خو ځينو نورو بيا په ډېر احتياط خبردارى ورکړى چې د حقاني شبکه ښايي د داعش په نامه بريدونه وکړي چې د دوى په باور وړاندې يې داسې کړي.
ورځپاڼې افغانستان کې د يوۀ بهرني ډيپلومات په وينا ليکلي چې د حقاني شبکه ښايي اعلان شوي اوربند ته ژمن پاتې شي او او ورته د حيرانتيا خبره به نه وي که کومه پېښه وشي او ظاهراً يې داعش مسؤوليت ومني.
دې ټېلېگراف:
بريتانيايۍ دې ټېلېگراف ورځپاڼې د افغانستان او هند ترمنځ کېدونکې ټېسټ لوبې ته کتنه کړې او وايي افغان لوبډله ډېره باالقوه وړتيا لري. ورځپاڼه وايي که دا پوښتنه وشي چې کرېکټ سره ار ټول ښه څه شوي؟ نو د افغان لوبډلې بې مخينې وده به ډېر ښه ځواب وي.
ورځپاڼه وايي د ايرلنډ لوبډلې د ودې وړتيا محدوده خو د افغانستان د ودې له کرښې څرگندېږي چې باالقوه وړتيا يې نا محدوده ده.
ورځپاڼه وايي هندۍ لوبډله په خپل کور کې لوبه کوي نو کېداى شي چې پر افغان لوبډلې برلاسې شي خو افغان لوبډله به يو ځل بيا سر پورته کړي.