تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غني: د اختر تر پنځمې په وسله والو طالبانو تهاجمي عملیات نه کوو
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
افغان ولسمشر د اوربند په تړاو د عالمانو له وړاندیز وروسته، په یوه وېډیويي پیغام کې وویل، د روژې له ۲۷مې نېټې د کوچني اختر تر پنځمې پورې پر افغان وسله والو طالبانو خپل ټول تهاجمي عملیات دروي، خو د داعش او نورو نړیوالو ترهګرو شبکو پرضد به عملیات دوام لري.
نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (غبرګولي پر ۱۷مه)، د ارګ پر فېسبوک پاڼه پر یوه ژوندۍ خپره شوې وېډیو کې وکړې:
"په همدې خاطر، د روژې مبارکې میاشتې له ۲۷مې نېټې څخه د کوچني اختر تر پنځمې پورې اوربند اعلانوم او په عین وخت کې د هېواد ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هدایت ورکول کېږي چې د اوربند پرمهال پر افغان وسله والو طالبانو خپل ټول تهاجمي عملیات متوقف کړي، خو د داعش، القاعدې او نورو نړیوالو تروریستي شبکو پر ضد به عملیات ادامه ولري."
نوموړي وویل، راتلونکې اونۍ به په یوه لویه غونډه کې د اوربند جزییات شریک شي.
د ولسمشر په وینا، د هېواد ټولو وسله والو او امنیتي ځواکونو ته امر کوي چې د خلکو د امنیت خوندي کولو، له وطن نه ددفاع او د دښمن د ځپلو لپاره د هر ډول برید لپاره قاطع او هر اړخیزه چمتووالی ولري:
"د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د هېواد له ګوټ ګوټ څخه جید او درانه دیني عالمان کابل ته راټول شوي وو او د یوې لویې درې زره کسیزې غونډې په ترڅ کې یې افغانستان کې انتحاري او انفجاري بریدونه حرام وبلل."
ښاغلي غني وویل، د افغانستان دولت د عالمانو د دغې متفق علیه فتوا ملاتړ کوي او په دې غونډه کې د اوربند له ضمني وړاندیز څخه هم ملاتړ کوي او ورسره موافق دی.
نوموړی وايي، د اوربند لپاره دا پرېکړه د امنیتي ځواکونو د سرښندنو، هڅو او د عالمانو د بې سابقې فتوا زیږنده ده.
محمد اشرف غني وایي، د اوربند اعلان د دوی پياوړی دریځ او سولې لپاره پیاوړې اراده ښيي.
وسله والو طالبانو تر دمګړۍ د افغان حکومت د اوربند په اړه څه نه دي ویلي.
بهرني ځواکونه به هم عملیات نه کوي
د ولسمشر له دې اعلانه لږ وروسته لوی درستیز او د کورنیو چارو سترامنیتي مرستیال د دغه اوربند په ټولو اړخونو رڼا واچوله.
لوی درستیز محمد شریف یفتلي وویل، که دغه لنډمهاله اوربند پایله ورکړي او طالبان یې هم ومني، دوی به یې د غځولو هوډ وکړي.
ښاغلي یفتلي وویل، حقاني شبکه او طالبان دواړه افغان هویت لري او له اوربنده اغېزمنېږي:
"اوربند له ټولو هغو وسله والو مخالفانو سره کېږي چې افغانان وي، حقاني شبکه هم افغانان دي، نو د هغو ټولو افغانانو سره اوربند کېږي چې اوس د دولت پر وړاندې جګړه کوي، له نړیوالو ترهګرو سره اوربند نه کوو، که مقابل لوری اوربند ته غاړه کېږدي، نو د سولې لپاره ممکن اوربند وغځېږي، که یې هغوی مراعات نه کړي، موږ به د تېر په څېر خپلې دفاع ته دوام ورکړو."
د کورنیو چارو امنیتي مرستیال اختر محمد ابراهیمي وایي، د اوربند پرمهال به بهرني ځواکونه هم د طالبانو ضد هر ډول تهاجمي عملیات دروي.
دا په تېره څه باندې یوه نیمه لسیزه کې لومړی ځل دی چې د حکومت له خوا وسله والو طالبانو سره د څو ورځو لپاره اوربند اعلانېږي.
په تېره فبرورۍ میاشت کې، ولسمشر غني له طالبانو سره له هر ډول "مخ شرط" پرته د سولې خبرو وړاندیز کړی و.
که څه هم وړاندې د سولې په اړه خبرې شوې، خو وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې خونړي بریدونه او له افغان ځواکونو سره سختې نښتې شوې.
تېره اونۍ، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د پرېکنده ماموریت مشر جنرال جان نېکولسن وویل، جګپوړو طالب مشرانو له افغان چاراکو سره د ممکنه اوربند په اړه پټې خبرې پیل کړې دي:
"ډېر دیپلومات فعالیتونه او خبرې په دوه اړخیزه کچه روانې."
په ۲۰۱۴ کې له افغانستان نه بهرني جنګېدونکي ځواکونه ووتل. له هغه مهال راهیسې طالبان د هېواد د ګڼو برخو نیولو او بریدونو ډېرولو په هڅه کې دي او ځینې هغه سیمې یې بېرته نیولې چې افغان ځواکونو وړاندې ترې نیولې وې.
په تېره جنورۍ میاشت کې د بي بي سي یوې څېړنې په ډاګه کړه، چې طالبان د افغانستان ۷۰ سلنه خاوره ګواښي.
غبرګونونه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یونما) له وسله والو طالبانو سره د ولسمشر غني د اوربند د دې اعلان هرکلی کړی.
په افغانستان کې امریکايي ځواکونو په یوه پیغام کې ویلي، د ولسمشر غني له خوا له طالبانو سره د اعلان شوي اوربند ملاتړ کوي او درناوی ورته لري. دوی وايي، په دې اوربند کې د امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزه کې داعش، القاعده او نورې سیمه ییزې او نړیوالې ډلې شاملې نه دي.
ملګري ملتونه وايي، دوی د یوه سوله ییز او متحد افغانستان په پار د افغانانو ترڅنګ ولاړی دی.
د ښاغلي غني له دې څرګندونو لږ وروسته پر خواله رسنیو بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي، ډېری فیسبوک او ټویټر کارنو یې دا ګام ستایلی دی
خبریال شیرینه قاضي پر ټویټر لیکلي: "له طالبانو سره د اشرف غني د اوربند اعلان د لوبې بدلول دي. آفرین."