کابل کې د دیني عالمانو غونډې ته نږدې ځانمرګی برید شوی

.

د عکس سرچینه، Reuters

په کابل کې د افغانستان د عالمانو ناستې ته څېرمه چې تر ۲۰۰۰ ډېرو دیني عالمانو پکې برخه اخیستی وه، ځانمرګی برید شوی دی. وسله والو طالبانو ویلي، دغه برید دوی نه دی کړی.

د کابل د عالمانو شورا مرستیال مولوي ګل احمد صدیقي بي بي سي ته وویل، په دغه ځانمرګي برید کې ۸ دیني عالمان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، په وژل شویو دیني عالمانو کې پېژندل شوي دیني عالمان هم شته.

هغه پخپلو خبرو کې وویل، په وژل شويو او ټپیانو کې یو شمېر پولیسان هم شته خو د کره شمېر په اړه یې معلومات نه لري.

نوموړي وویل، ځانمرګي بریدګر پر داسې مهال چاودېدونکي توکو ته چاودنه وکړه چې دیني عالمان د ناستې له ځایه د وتلو په حال کې وو.

د کابل د امنیه قومندانۍ د رسنیو مشاور حشمت ستانکزي بي بي سي ته وویل، بریدګر پلی و او موخه یې د عالمانو شورا ناسته وه:

"په ځانمرګي برید کې ۷ کسان وژل شوي چې یو یې پولیس دی او ۹ کسان نور ټپیان شوي چې دوه پکې امنیتي کسان دي. "

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، له یادې چاودنې ۱۸ ټپیان او ۶ مړي ور وړل شوي دي.

له ۲۰۰۰ څخه زیات افغان دیني عالمان نن د مۍ ۴مه په کابل کې راټول شوي وو او د یوې فتوا په ترڅ کې وویل چې د افغانستان جګړه ناروا ده او له ښکېلو خواوو څخه یې د اوربند کولو غوښتنه وکړه.

په دغه فتوا کې راغلي، ځانمرګي بریدونه حرام او د افغان جګړې قربانیان ملکي وګړي دي.

یو عیني شاهد بي بي سی ته وویل، چې امبولانسونه سیمې ته رسېدلي دي او ټپیان روغتونونو ته لېږدوي.

ږ

د عکس سرچینه، EPA