د افغانستان او مصر د دوستۍ ۹۰ یمه کلیزه

د عکس سرچینه، افغان سفارت
- Author, فضل رحمن فاضل
- دنده, مصر کې د افغان سفیر د لیکنې مهمې برخې
کله چې د مصر چارواکي خبرل شول افغان پاچا غازي امان الله خان د اروپا شپږ میاشتنی سفر پیل کړی او د مصر له لارې دې وچې ته ځي، نو دا یې زرین فرصت وباله، چې شاه امان الله غازي ته بلنه ور کړي.
د مصرد پخواني پاچا دفتر مشر احمد شفیق پاشا په "حولیات مصر السیاسیة" کتاب کې لیکي:
"مصر وغوښتل چې د ختیځ دا ستر پاچا ته بلنه ور کړي، ځکه پاچا شاه فؤاد د جلالتماب په نوم بلنه واستوله او د افغانستان جلالتماب پاچا هم ومنله".
د مصر قاهرې "البلاغ" اونیزې پربنسټ، شاه امان الله غازي د ۱۹۲۷ د ډیسمبر پر ۲۱ له عدن د مصر بندر پورت سعید ته روانېږي.
مصر ته د دغه ښاغلي افغان تر رسېدلو مخکې مصرۍ رسنۍ هم دا خبرونه خپروي. البلاغ رسنۍ د ډیسمبر پر ۲۷ لیکي:
"دوه ورځې وروسته د افغانستان جلالتماب پاچا امان الله خان مصر ته رسېږي، هغه پاچا چې مصریانو یې په ځلونو د ملت د پرمختګ او ازادۍ اخیستلو کې د مېړانې نوم او کارنامې اورېدلې دي".
دا رسنۍ زیاتوي، مصریان د نوموړي د راتګ په خبر ویاړي او هرکلی یې کوي، له پخوا یې هیله وه چې که شونې وي هغوی له دغه ملت سره اړیکه ولري، مصریان یې د هڅو درناوی وکړي او یو بل سره د ورورۍ او ملګرتیا هیلې تبادله کړه.

د عکس سرچینه، افغان سفارت
سره غالۍ
یوولسمه شمېره نظامي ګارډ د شاه امان الله خان هرکلی کوي او ځانګړو تشریفاتو او اورګاډي کې قاهرې ته روانېږي، لومړي تمځي کې په ښکلې شوې سره غالۍ ګام ږدي او د مصر پاچا فؤاد او نور لوړ پوړي چارواکي ورته ولاړ وي.
شاهي ماڼۍ ته امان الله خان او ملک فؤاد یوه او افغان او مصرۍ ملکې په بل موټر کې نوربارپاشا شاهۍ ماڼۍ ته روانېږي.
د مصر یوشمېر ښځې او ملکې د افغانستان له ملکې ثریا سره ګوري او خپل اندونه سره شریکوي.
پوهنتونونو او پارلمان کې ویناوې

د عکس سرچینه، افغانستان سفارت

د عکس سرچینه، افغان سفارت
شاه امان الله خان پر چارواکو سربېره د ډیسمبر پر ۲۹ ځینې سیلاني او تاریخي ځایونو ته ځي، همدارنګه ازهر پوهنتون ته سر ور ښکاروي.
پر ۳۱ ازهر کې د هندي زدکوونکو غوښتنه مني او ور سره جلا ویني، په دغه ورځ د قاهرې انجینري پوهنځي ته هم ورځي او زدکوونکو ته وینا کوي.
د مصر قضايي اداره ویني، هغه مېلمستا کې ګډون کوي چې دې ادارې ورته برابره کړې، بیا پارلمان ته وینا کوي. د شاه امان الله خان وینا ته د مصر مشهورې ورځپاڼې 'المنار' بنسټګر محمد عبده او د هغه شاګرد شیخ رشید رضا هم ناست دي.
د افغانستان اعلیحضرت بیا د مصر پارلمان ته وینا کوي.

د عکس سرچینه، افغان سفارت
د ۱۹۲۸ د جنورۍ په لومړۍ د مصر د ولس یا عامو خلکو مېلمستیا کې هم ګډون کوي.
پر دویمه د مصر موزیم ننداره کوي او پر دریمه جیزه کې د مصر اهرامونو سیل ته وځي.
موزیم ته ډالۍ او لمر اعلی

د عکس سرچینه، افغان سفارت
غازي امان الله خان خپلې دوه تورې، دوه قلمونه او څو خطي نسخې د یادګار په توګه د مصر موزیم ته سپاري.
غازي امان الله خان د مصر شاهي ماڼۍ ته په ستنېدلو سره ملک فؤاد ته د افغانستان تر ټولو ستره دولتي نښه لمر (اعلی) ورکوي.
دا نښان په هغه وخت کې د افغان شاهي حکومت د احترام او درنښت ستره نښه وه.
شاه امان الله غازي د جنورۍ په څلورمه د البلاغ، السیاسه او الاهرام په څېر مصري رسنیو سره مرکه کوي.

د عکس سرچینه، افغان سفارت
له قاهرې سکندریې ته روانېږي او د جنورۍ پر ۵ مصرۍ بېړۍ کې ایټالیا ته د سفر موزې په پښو کوي.
له شاه امان الله غازي سره د مصر دغه سفر کې پر ملکه ثریا سربېره، د بهرنیو چارو وزیر محمود طرزی، د کورنیو چارو وزارت سرپرست غلام صدیق خان، د دربار وزیر محمد یعقوب خان، د ملي شورا مشر شېر احمد خان، د کابل والي علي احمد خان، او نور پوځي او منیتي چارواکي هم وي.
شاه امان الله ته مصر څومره مهم و؟

د عکس سرچینه، افغان سفارت
الاهرام ورځپانې د جنورۍ په ۴ ولیکل، چې افغان پاچا د مصر لومړي وزیر عبدالخالق ثروت پاشا سره د خپلمنځي ملګرتیا تړون لاسلیکولو خبرې کړې او دا تړون به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو بنسټ وي.
ورځپاڼه زیاتوي، مصر ته د شاه امان الله له رسېدو مخکې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو مشر ایمان بک د نوموړي استوګنځي ته ځانګړې پاڼې وړې چې د سیاسي استازۍ او ملګرتیا تړون په هکله پکې ځانګړې لارښوونه شوې ده.
په دې ډول مصر ته د شاه امان الله خان په تګ سره د افغانستان او مصر ترمنځ اول ځل دوستي ته لار جوړه شوه او دا اړیکي افغان پاچا ته دومره مهم و چې د اروپا د سفر تر بشبړېدو مخکې یې پرېکړه وکړه چې د خپل ملګري پلاوي غړی لکه په افغان تاج مشهور او د کابل والي علي احمد خان قاهرې ته واستوي او د ۱۹۲۸کال د مۍ پر ۳۰ د مصر له بهرنیو چارو وزیر واصف بطرس غالي سره په څلورو مادو کې د ملګرتیا تړون لاسلیک کړي.
څلور میاشتې وروسته او هغه ورځ چې حافظ عفیفي د مصر د بهرنیو چارو وزیر کېږي د دغه هېواد پاچا دا تړون تاییدوي.
هیلې نیمګړې پاتېدل

د عکس سرچینه، افغان سفارت
د مصر او افغانستان پاچایان لېوال وو چې د یو بل هېواد کې استازۍ ولري، خو د اسنادو له تبادلې یوه میاشت وروسته د ۱۹۲۹ کال د جنورۍ پر ۱۴ د امان الله خان پاچاهي وپرځېده.
د محمد نادرشاه په وخت محمد صادق مجددي پر ۱۹۳۰ د لومړي افغان سفیر یا مختار وزیر په توګه قاهرې ته لېږل کېږي.
خو مصر پنځه کاله افغانستان کې خپله استازي نه پرانیځي او د عراق سفیر یې د افغانستان چارې هم اداره کوي، ځکه افغانستان هم مجددي حجاز ته لېږي او له هغه ځای د مصر چارې اداره کوي.
خو د ۱۹۳۹ کا مۍ کې مجددي بیا قاهرې ته ځي او د مصر پاچا ملک فاروق یې باور لیک مني.
تاوده اړیکي
د پخواني پاچا محمد ظاهره شاه په وخت کې د مصر پاچایانو ملک فؤاد او ملک فاروق له افغانستان سره اړیکي ډېر ګرم کړل.
پر ۱۹۵۲ د جولای پر ۲۳ مصر کې د پوځي افسرانو له بریالیتوب وروسته دا اړیکي نور هم ښه شول.
د دغه هېواد لومړي ولسمشر جنرال محمد نجیب پر ۱۹۵۳ کال د افغانستان د خپلواکۍ ورځې لمانځلو مراسمو ته پخپله افغان سفارت ته لاړ.
پر ۱۹۵۵ جمال عبدالناصر او مرستیال یې محمد انور سادات کابل ته لاړل له پاچا ظاهرشاه او لومړي وزیر محمد دواد سره پر لیدنه سربېره کابل پوهنتون کې د افغان سید جمال الدین مزار ته هم لاړل.
محمد داود خان پر ۱۹۵۷ او محمد ظاهر شاه پر ۱۹۶۰ کلونو د مصر په رسمي بلنه قاهرې ته لاړل.
سفارت که د ازادي غوښتونکو او پوهانو مرکز

د عکس سرچینه، افغان سفارت
په دغو کلونو کې قاهره کې افغان سفارت د الجزایري، تونسي او فلسطنیي ازادي غوښتونکو د ټولېدو او همدارنګه د مصر د ډاکټر طه حسین او عباس محمود العقاد او نورو مخکښو پوهانو او ادیبانو د جرګې مرکز و.
افغان سید جمال الدین د مصر او افغانستان د ۹۰ کلونو ملګرتیا پیوندوونکی او د دواړو ملتونو ترمنځ د دوستۍ ساتونکی دی.
مصري ادیبانو، لیکوالو او پوهانو په دې کلونو کې پر نوموړي ډېر کتابونه لیکلي، ځکه نوموړی پر افغانستان سربېره مصر او د ختیځ د ویښتابه ستر بیداروونکی او د مصر د ازادۍ مبارزانو او مشرانو لکه شیخ محمد عبده، عرابي پاشا، سعد زعلول او نورو مشر او استاد پاتې شوی دی.
ټاکلې ده ډېر لنډ وخت کې د سید جمال الدین افغان مجسمه د دغه ستر افغان د ۱۸۰ زوکلیزې او د افغان مصر دوستۍ ۹۰ کلیزې په مناسبت قاهره کې په ازادي او دوستي باغ کې ولګېږي.
اړیکې پرېکېدل او بیا پیلېدل

د عکس سرچینه، افغان سفارت
خو پر ۱۹۷۹ کال پر افغانستان د پخواني شوروي له یرغل وروسته د کابل او قاهرې اړیکې پرې شوې.
هند قاهره کې د افغان ګټو ساتونکي په توګه کلونه کلونه کار وکړ.
په ۱۹۹۲ کال، افغانستان کې د پخوانیو مجاهدینو په واکمنېدو سره، محمد صدیق سلجوقي له ۱۴ کلن ځنډ وروسته مصر ته د افغان سفیر په توګه واستول شو او د مصر د هغه وخت د ولسمشر حسني مبارک په بلنه برهان الدین رباني مصر ته وغوښتل شول.
د حامد کرزي په واکمنۍ کې هم له مصر سره اړیکي و او اوس هم شته.
خو بیا هغسې ګرم اړیکي جوړ نه شول، لکه د پخواني پاچا محمد ظاهره شاه په وخت چې افغانستان له مصر سره درلودل.

د عکس سرچینه، افغان سفارت









