ولسمشر غني کندوز کې د ملکیانو پر وژنې بښنه وغوښته

د عکس سرچینه، Arg
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دوه میاشتې وړاندې د کندوز ولایت پر یوه دیني مدرسه په هوايي برید کې د ځینو ولسي وګړو د وژل کېدو بښنه غوښتې ده.
افغان امنیتي ځواکونو د نړیوالو ځواکونو په همکارۍ د تېرې حمل/وري میاشتې پر ۱۳مه، کندوز د طالبانو اړوندې یوې ډلې پر راغونډېدو هوايي برید وکړ او ویې ویل چې په دې برید کې د "طالبانو اړوند ځینې مهم کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي."
خو ملګرو ملتونو د غوايي (۱۷مه) وویل، د افغان پوځ په دې برید کې چې د کندوز ارچي کې یې کړی و،۳۶ ولسي وګړي وژل شوي چې ۳۰ یې ماشومان دي او د ۵۱ ماشومانو په ګډون ۷۱ نور ټپیان شوي دي.
له ارګه خپره شوې ویناپاڼه کې د ښاغلي غني له خولې ویل شوي: "په روغتون کې ددغه برید د ټپي ماشومانو له لیدو وروسته مې همغه شپه دفاع وزیر ته په هوايي بریدونو کې د لا دقت او ددغه وړ پېښو د مخنیوي لارښوونه وکړه."
ښاغلي غني ویلي: "د افغانستان حکومت او په ځانګړي ډول ملي دفاع وزارت ددغې پېښې له امله د ملکي قربانیانو له کورنیو بښنه غواړي، ځکه د فتنه ګرو او قانوني حکومت توپیر دا دی چې قانوني حکومت د ملت په حق کې د شویو تېروتنو له امله بښنه غواړي."
وړاندې افغان دولت ویلي وو، طالبانو د یوې "خونړۍ طرحې" لپاره له بهر او په کور دننه خپل کسان د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ ته وربللي وو.
هغه مهال طالبانو وویل، د پېښې ټول قربانیان ولسي وګړي دي.
وروسته په برید کې د ولسي وګړو د وژل کېدو له خبرونو خپرېدو وروسته، افغان دولت کندوز ته یو پلاوی واستاوه، چې د قربانیانو په تړاو لازمې څېړنې وکړي.
ولسمشر غني وروسته تر هغه د ولسي وګړو د وژل کېدو بښنه غوښتې چې دفاع وزارت په دغه برید کې د ولسي وګړو د وژل کېدو په اړه د ملګرو ملتونو رپوټ دروغ بللی و.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم د ملګرو ملتونو د رپوټ په غبرګون کې وویل، د ولسي مرګ ژوبلې عاملان باید ځواب ووايي.









