سیګار: پر افغانستان د امريکايي ځواکونو بمبارۍ په بې ساري کچه ډېرې شوې دي

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا ځانګړې څارونکې اداره یا سیګار وایي، د دوی څېړنې موندلې چې په روان ۲۰۱۸ میلادي کال کې پر افغانستان د امریکايي ځواکونو بمباري په بې ساري ډول زیاته شوې ده.

سیګار وایي، دغو ځواکونو د ۲۰۱۸ په لومړیو دریو میاشتو کې نژدې ۱۲ سوه بمونه د وسله والو مخالفانو د ځپلو په موخه غورځولي دي.

دغه شمیر د ۲۰۱۳ کال راهیسې تر ټولو لوړ شمیر دی او د تیرکال د همدې مودې پرتله دوه نیم چنده ډیروالی ښيي.

سیګار له ۲۰۱۳ کال را په دې خوا د افغانستان رغنیزې چارې څاري او په اړه یې څیړنیز راپورونه چمتو کوي.

د دوی په نوي راپور کې راغلي چې په جنورۍ کې ۳۷۸ ، په فبرورۍ کې ۴۶۹ او مارچ میاشته کې ۳۳۹ بمونه غورځول شوي او په باور یې په دې موده کې ټولټال ۲۱۵ هوایي عملیات شوي دي.

څه باندې کال وړاندې امریکا د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د بمونو مور وغورځوله او له هماغه وروسته تراوسه څه باندې څلور زره نور بمونه پر بیلابیلو اهدافو غورځول شوي دي.

د بمونو د ډیریدو په اړه د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش بیا وایي، دغه بریدونه د وسله والو مخالفینو د پټن ځایونو او د نشه یي توکو د لابراتوارونو په مخنیوي کې ګټورثابت شوي.

په هوایي بریدونو کې زیاتوالی په داسې حال کې ترسترګو کیږي چې د سیګار په باور، له عراق او سوریې نه هم امریکایي جنګي الوتکې اوس افغانستان ته لیږدول شوي او دلته فعالیت کوي.

.

د عکس سرچینه، USAF/GETTY IMAGES

سیګار د امریکایي پوځیانو په حواله لیکلي چې اوس یې ټولې هڅې پر افغانستان ورټولې دي او د طالبانو د ځپلو لپاره د امریکا استخباراتي ادارې له افغان او امریکایي ځواکونو خپل ملاتړ نور هم ډیروي.

دوه ورځې وړاندې هم سیګار د افغانستان د امنیت اړوند یو راپور خپور کړ او په کې وویل شول چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د افغان امنیتي ځواکونو شمېر په ناڅاپي ډول لس سلنه کم شوی دی.

وروستیو کې د بي بي سي یوې څیړنې وښوده چې په نژدې ۷۰ سلنه ولسوالیو کې طالبان حضور لري. افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن د روان زیږدیز کال په پيل کې وویل، هڅه یې داده چې د کال تر پایه افغان حکومت خپله اتیا سلنه خاوره تر کنټرول لاندې راولي.

د جګړې دواړه لوري د خپلو بریاوو ټټر وهي. خو لوی شمېر ولسي وګړي هم د روانې جګړې قرباني شوي. د یوناما موندنې ښيي چې د ۲۰۱۸ کال په لومړیو دریو میاشتو کې څه باندې ۲۲۵۰ ملکیان وژل او ټپیان شوي چې د تېرکال په څېر لوړ شمیر ښيي.