سیګار: افغانستان سره د کېدونکو مرستو حساب ور کول محدود دي

.

د افغانستان د بيارغونې د څار ځانگړې امريکايۍ اداره "سيگار" وايي د افغانستان بيا رغونې ته ميلياردونه ډالر ورکول کېږي، خو د دغو پيسو د لگښت څرنگوالي په تړاو حساب ورکول ډېر محدود دي.

نړیوال بانک د سیګار د موندنو هر کلی کړی، خو وايي، ټولې موندنې یې پر واقعیتونه ولاړې نه دي.

سيگار په نوې څېړنې ويلي چې د څار ميکانيزم، حساب ورکونې او رڼښت د نشتوالي له امله دغه پيسې د ورکېدو له خطر سره مخامخې دي.

د سيگار اشاره هغه څه د پاسه ١٠ ميليارد ډالرو ته ده چې د نړيوال بانک تر څارنې لاندې د افغانستان بيارغونې مالي صندوق له لارې افغانستان سره مرسته شوې.

د افغانستان بيارغونې مالي صندوق ته ٣٤ هېوادونه بسپنه ورکوي چې په ډله کې يې تر ټولو لويه بسپنه ورکونکې امريکا ده.

سيگار وايي نړيوال بانک اوس په دې کې پاتې راغلى چې د مرسته شويو پيسو د اغېز سمه ارزونه وکړي او يا د دې څارنه وکړي چې دغه پيسې چېرې ځي.

سيگار په خپل رپوټ کې د بېلگې په توگه هغه مالي مرستې يادې کړي چې ويل کېږي د افغان حکومتي کارکوونکو د تنخواو لپاره ورکړل شوې.

سيگار وايي حکومتي کارکوونکو ته د دغو پيسو د ورکړې بهير نه څارل کېږي، چې ايا دغه کارکوونکي رښتيا شته دي او که څنګه، ځکه په دغه هېواد کې د خيالي حکومتي کارکوونکو ستونزه وار وار را پورته شوې.

سيگار په خپل خپاره کړي رپوټ کې دا هم زياته کړې چې بسپنه ورکوونکي د پيسو د لگښت ځاى په خپله نه شي ټاکلى او پايله دا را وځي چې ځينې مهال مرسته شوې پيسې داسې ځايونو کې لگول کېږي چې د طالبانو د ولکې سيمې دي.

سيگار زياتوي کله چې د امريکا يا کوم بل بسپنه ورکوونکي له لوري د افغانستان بيارغونې مالي صندوق ته پيسې ورکړل شي بيا نه (يو ایس اېد) او نه هم نړيوال بانک دا حساب ورکولى شي چې مرسته شوې پيسې چېرې ولگېدې.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

نړيوال بانک د سيگار د موندنو هرکلى کړى او ويلي يې دي دا افغان حکومت، نړيوال بانک او د افغانستان د بيارغونې مالي صندوق لپاره يو فرصت دى چې د حساب ورکونې د نظام پر پياوړي کولو خپل پام ورټول کړي.

خو دا يې هم زياته کړې چې د سيگار ډېرى موندنې پر واقعیتونو نه دي ولاړې.