غني: د فساد پر ضد مبارزه ننګونې لري

د عکس سرچینه، ARG
د اروپایي ټولنې او افغان حکومت لخوا د فساد پر ضد د مبارزې څلورم دوه ورځنی کنفرانس د سه شنبې پر ورځ په کابل کې د "فساد کموالی د سولې پرمختګ " تر شعار لاندې پیل شو.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لسګونه بهرنیو سفیرانو او د ملګرو ملتونو سازمان استازو پر وړاندې نن ارګ کې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د خپل حکومت د کارونو یادونه او دفاع وکړه
خو نوموړي دا ومنله چې لا هم ټولې تګلارې نه دي پلي شوي او له فساد سره مبازره ننګونې لري.
په ورته وخت کې د افغانستان پر بیا رغاونه د څار ځانګړې امریکايۍ ادارې سیګار مشر جان سپکو وایي له اداري فساد سره د مبارزې لپاره باید باوري حقوقي او څارونکي سیسټمونه جوړ شي.

د عکس سرچینه، ARG
ولسمشر غني وویل، چمتو دی چې د جنیوا او ناټو په راتلونکو غونډو کې، چې په څو میاشتو کې به ترسره شي، نړیوالې ټولنې ته د خپل حکومت د هڅو پایلې وړاندې کړي.
ښاغلي غني د بودیجې په برخه کې د هڅو خبره وکړه او ويې ویل د لومړي ځل لپاره یې د بودیجې د وېش په برخه کې رونټیا رامنځ ته کړې.
نوموړي ټینګار وکړ چې له اداري فساد سره د دوی مبارزه بریالۍ ده خو په یو شمیر برخو کې عملي هڅې نه دي شوي .
"تر دې دمه د حکومت ټولې هڅې نه دي پلي شوي.یو شمیر وزارتونه وروسته پاتي دي. باید ښکاره ووایم چې دا وزارتونه سر له اوسه تر جولای او نوامبر میاشتو یا هم ټوله کې میاشتې وخت لري چې نورو سره همکاري وکړي له بده مرغه په دې برخه کې د دولت ګډه هڅه نه ده پیل شوې"

د عکس سرچینه، ARG
افغان ولسمشر زیاته کړه په هیواد کې یې د ټولو وګړو درېیمه برخه خلک ډوډۍ نلري او له همدې امله له فساد او بې وزلۍ سره مبارزه جدي او اړینه ده .
د افغانستان پر بیارغاونه د څار ځانګړې امریکايۍ ادارې سیګار مشر جان سپکو په نننۍ ناسته کې وویل اداري فساد د سولې پر وړاندې لوې خنډ دی .
نوموړي وویل له ترهګرۍ سره مبارزه لومړیتوب لري خو له اداري فساد سره مبارزه هم باید دویم ځای کې نه وي.
ښاغلي سپکو وویل اړینه ده چې په دې برخه کې باوري حقوقي او څارونکي سیسټومونه جوړ او ملاتړ یې وشي .
د سه شنبې ورځې ناسته د اروپایي ټولنې د کلنیو ناستو یوه برخه ده چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان په اړه خبرې پکې وشوې .
د ملګرو ملتونو د روڼتیا سازمان د فساد په اړه په خپل وروستي رپوټ کې افغانستان د اداري او اقتصادي فساد په برخه کې د هغو لسو هیوادونو په کتار کې ګډ چې تر ټولو ډیر فساد پکې کیږي








