د بي بي سي د تکړه همکار احمدشاه په یاد کې

Funeral of Ahmad Shah
    • Author, داود اعظمي
    • دنده, بي بي سي لندن

احمدشاه چې په ۲۹ کلنۍ کې ووژل شو، یو ډېر متواضع ځوان و، خو په افغانستان کې د بي بي سي د یوه خبریال په توګه د هغه کار ډېر پیاوړی و.

دی به د یوه داسې پرکار او له انرژۍ ډک کس په توګه یادېږي چې پراخه لیوالتیا یې درلوده او د نوو رپوټونو لپاره به یې تل نوي موضوعات درلودل. د هغه د خبریالۍ حس د هرې ورځې په تېرېدو سره تیزېدی او وده یې کوله.

موږ دی د یوه خاموش، حلیم او ځيرک کس په توګه پېژندی، یو داسې څوک چې په حالاتو تل خبرو، سختو کارونو ته یې ملا تړله او تر خپل مسوولیت ډېر کار کولو ته لیوال و.

احمدشاه د ۲۰۱۷ کال په پیل کې له یوې ځايي راډیو څخه بي بي سي ته راغلی چې د افغانستان د سویل ختیځ خوست ولایت خبري پوښښ وکړي، خو ده د بي بي سي پښتو راډیو، ټلویزیون او انلاین لپاره د پکتیا او پکتیکا د ګاونډیو ولایتونو پوښښ هم کوی.

احمدشاه تېر کال د بي بي سي دایمي همکار په توګه له ګومارل کېدو وړاندې له بي بي سي سره د موقتي همکار په توګه کار پیل کړی و. د احمدشاه لپاره چې شپږ کاله وړاندې یې د خوست په شیخ زاید پوهنتون کې په ژورنالیزم کې لیسانس کړی و، خبریالي یوازې یو مسلک نه و، بلکې دا د ده مینه هم وه.

بشري موضوعات

احمدشاه د بشري موضوعاتو د پوښښ لپاره ډېر ښه نظر درلودی. ده په خوست کې، په ځانګړې توګه ښځو کې، له مطالعې، شاعرۍ او انګریزي ژبې له زده کړې سره د ډېرېدونکې لیوالتیا په اړه رپوټونه جوړ کړل.

Ahmad Shah
د عکس تشریح، احمدشاه

د ډېرو د ده هغه رپوټ په یاد دی، چې په خوست کې د هغه جالب موزیم په اړه و، چې یوازې په شل مربع متره ځای کې څلور سوه اثار پکې ځای پر ځای شوي دي.

او د ځايي والي په ګډون د ډېرو کسانو د ''میني کلي '' په اړه د ده رپوټ هم ډېر خوښ شو، چې یو وخت د خوست د سیکانو او هندوانو یو خوشحاله ټاټوبی و، خو اوس یې هغه سپین روبي خلک په ارمان یادوي چې لا ژوندي دي او هغه وخت یې په یاد دی.

د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې له ځايي خلکو سره مرکې کول د بي بي سي لپاره تل یو ګران کار وي، خو د احمدشاه له برکته د هېواد د هغو سیمو، چې د ده په کاري ساحه کې راتلې، د خلکو خبرې زموږ په خپرونو کې په منظم ډول خپرېدې.

ده په ځانګړې توګه هڅه کوله، چې د ښځو نظرونه خپاره شي. ده نه یوازې په پښتو ژبه، چې د افغانستان سویل ختیځ کې د اکثریت ژبه ده، بلکې د هېواد بلې مهمې ژبې دري لپاره هم مرکې کړې وې. له همدې کبله د افغانستان لپاره د بي بي سي دري راډیو په خپرونو کې لوی بدلون راغی.

احمدشاه

احمدشاه چې مورنۍ ژبه یې پښتو وه، سږ کال د دري ژبې د لا ښه زده کولو لپاره هڅه پیل کړه، چې داسې دی په دواړو ژبو رپوټونه چمتو کړای شي.

ده انګریزي ژبه هم زده کوله. احمدشاه په ۱۹۸۹ کال کې زېږېدلی و. دا هغه کال دی، چې شوروي ځواکونه تر لس کلن اشغال وروسته له افغانستان څخه ووتل.

د ده پلار د اتلسمي پېړۍ د پاچا او اوسني افغانستان د بنسټ ایښودونکي احمدشاه دراني نوم کېښود.

احمدشاه د خپل پلار په شپږو اولادونو کې مشر و. ده خپلې څلور خوېندې، یو زلمکی(ژڼکی) ورور، مور، پلار او چینغله پرې ایښي دي. ده کال وړاندې کوزده کړې وه او مور پلار یې سږ کال د واده پلان درلود.

د احمدشاه یو خبریال ملګری فریدالله ظاهر وايي، چې د خپل زوی تر مرګ وروسته د ده د پلار لومړۍ خبره دا وه، چې کاشکې یې کوزده یې نه وای شوې.

ظاهر زیاتوي، چې احمدشاه څو اونۍ مخکې ده ته وویل، چې د ولور او واده د لګښت پوره کولو لپاره یې شاوخوا څلور زره ډالر سپمولي او د یو څه نورو پېسو ټولولو ته اړتیا لري، چې بیا واده وکړي.

خطرونه

احمدشاه په کوټکي کلي کې اوسېدی، چې له خوست ښاره دوه کیلو متره لرې دی. د دوشنبې یا ګل ورځې (۳۰ اپریل) ماسپښین مهال و، چې دی خپل کلي ته پر بایسکل روان و، پر عمومي سړک برید پر وشو. ده وروسته په روغتون کې د ټپونو له کبله ساه ورکړه. ځايي امنیتي چارواکي وايي، چې پر موټرسایکل سپرو دوو وسله والو کسانو وویشتی.

د احمدشاه پلار وايي، چې د کار په تړاو احمدشاه ته هېڅ تهدید (اخطار) نه و شوی او نه هم ډارونکي ټیلیفونونه ورته راغلي ول. دی زیاتوي، چې کورنۍ یې هېڅ ډول بدي یا دښمني هم نه لري.

وسله والو طالبانو د احمدشاه په وژنه کې لاس لرل رد کړل او ویې ویل، چې ''هغه یو ښه مسلکي خبریال و او موږ پرې خوابدي شو ''

احمدشاه د بي بي سي پنځم همکار دی، چې د نویمو کلونو له ویجاړونکو تنظیمي جګړو راهیسې په افغانستان کې ووژل شو. د هغو نورو تفصیل دا دی:

  • میرویس جلیل، ۲۵ کلن و، چې ۱۹۹۴م کال کې په کابل کې څلورو وسله والو برید پر وکړی.
  • عبدالصمد روحاني، ۲۵ کلن و، چې ۲۰۰۸ کال کې د هلمند په مرکز لشکرګاه کې ووژل شو.
  • احمد امید خپلواک، ۲۵ کلن و، چې ۲۰۱۱ کال کې د ناټو په مشرۍ ځواکونو لخوا ''په تېروتنه '' ووژل شو.
  • محمد نذیر، د بي بي سي کابل دفتر موټر چلونکی چې ۲۰۱۷ کال کې په یوه چاودنه کې ووژل شو.

په افغانستان کې دا وروستیو کلونو کې لسګونه راډیوګانې، ټلویزیونونه او سلګونه چاپي خپرونې پیل شوې دي، خو لا هم د خبریالانو لپاره د نړۍ په یوه تر له تر ټولو خطرناکو هېوادونو کې راځي.

هغه ورځ چې احمدشاه ووژل شو (۳۰ اپریل) د افغانستان په تاریخ کې د مطبوعاتو (رسنیو) لپاره تر ټولو ډېره خونړۍ وه.

کابل کې په هغه ورځ نهه هغه خبریالان ووژل شول، چې د یوه ځانمرګي برید د خبري پوښښ لپاره یو ځای شوي ول.

Ahmad Shah's father, Merwais
د عکس تشریح، د احمدشاه پلار میروس وايي، کوم اخطار نه و ورکړل شوی او نه یې بدي دښمني درلوده

په خوست کې خبریال فریدالله ظاهر وايي، چې احمدشاه به ملګري خبریالان هڅول، چې بې طرفه پاته شي. ده څو ورځې مخکې په خوست کې یو ځای شوو خبریالانو ته وویل:

''که غواړئ، خوندي واوسئ نو پر فېسبوک جنجالي لیکنې مه کوئ. ''

فعالیتونه

احمدشاه د ۲۰۱۷ کال په پای کې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د حضور د کچې په اړه د بي بي سي په یوه پلټنه کې مهم رول درلودی.

ده د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د هرې ولسوالۍ د امنیتي حالت په اړه تفصیلات راغونډ کړل. په دې کې د یوې داسې ولسوالۍ په اړه معلومات ول، چې موږ په خبر نه وو، خو هلته نه د طالبانو کنټرول و او نه هم د حکومت، بلکې ځايي کلیوالو خپلې چارې په خپله پر مخ بیولې.

که څه هم خوست ولایت نسبي امنیت لري، خو په دا وروستیو کې له ګاونډي پاکستان سره د ډېورنډ پر کرښه شخړه پېښه شوه. احمدشاه د رپورټ جوړولو لپاره دغې سیمې ته ولاړی چې وګوري څه روان دي.

دوې ورځې وړاندې ده لندن ته هغه نوي موضوعات د ایمېل لیک له لارې واستول چې غوښتل یې د روژې تر رارسېدو مخکې لا، د نجونو د زده کړو په ګډون ځینې رپوټونه جوړ کړي، ځکه په روژه کې به د سختې ګرمۍ له کبله د ډېرو ساعتونو لپاره کار کول ګران وي.

د ویډیو تشریح، د کابل دویمه چاودنه کې هغه خبریالان په نښه شول، چې د لومړۍ چاودنې خبري پوښښ ته ورغلي وو

د احمدشاه وروستی ټلویزوني رپوټ په خوست کې د هغه ځوان په اړه و، چې تل سر تر پښو د یوه رنګ کالي اغوندي، چې داسې په افغانستان کې د ټولو قامونو او مذهبونو د یوالي د اړتیا په اړه پیغام ورکړي.

دا یو غیر عادي کار و، چې د هیلې، طنز او بشر دوستۍ ډک و او د یوه داسې ځوان بېلګه یې وړاندې کوله، چې له ژمنتیا ډک و، خو دا اونۍ یې په ظالمانه ډول ژوند ورختم کړی.

احمدشاه، په ناامنه سیمو کې د کارکونکو خبریالانو غوندې، د خلکو سترګې او غوږونه وو، چې خبرونه یې راغونډول. خو دی نه پوهېدی، چې یوه ورځ به دی خپله د خبر موضوع شي.

د احمدشاه وروستی رپوټ د یو رنګ کالي اغوستونکي رسول خان په اړه و، چې غواړي د یوالي لپاره مبارزه وکړي.
د عکس تشریح، د احمدشاه وروستی رپوټ د یو رنګ کالي اغوستونکي رسول خان په اړه و، چې غواړي د یوالي لپاره مبارزه وکړي.