تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان به سعودي عربستان ته د میلیونونو ډالرو مېوه صادروي
- Author, اسدالله لودین
- دنده, بي بي سي
افغان سوداګرو په دوبۍ کې نړیوال نندارتون کې د څه باندې شل میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
د (ګول فوډ) په نوم دغه نندارتون کې چې پنځه زره سوداګرو په کې خپل توکي نندارې ته ایښي و، د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې( یو.ایس.اې.آی.ډي) ۲۵ افغان سوداګرو ته هم د ګډون اسانتیا برابره کړې وه.
هند او سعودي عربستان د هغو هیوادونو له ډلې دي چې د افغانستان د کرنیزو توکو اخیستو ته یې لیوالتیا ښودلې ده.
شاوخوا اته میاشتې وړاندې د لومړي ځل لپاره د افغانستان تازه میوه د هوايي دهلیز له لارې په الوتکو کې هند ته ولیږدول شوه. هغه مهال د هند او افغانستان هوایي دهلیز ولسمشر محمد اشرف غني پرانیست.
دې سره هند د افغانستان د وچې او تازه میوې تر ټولو ستر واردونکی هیواد شو، خو اوس د امریکا نړېواله پراختیا اداره وايي، ځینو افغان سوداګرو سره یې مرسته کړې چې خپل سوداګریز توکي سعودي عربستان ته هم صادر کړي.
USAID ویلي، دوبۍ کې جوړ نندارتون کې افغان سوداګرو د څه باندې شل میلیونه ډالرو په ارزښت د کرنیزو توکو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي. په هوکړه لیکونو کې اته څلوېښت سلنه صادراتو ته هند او ۱۷ سلنې ته سعودي زړه ښه کړی دی.
د ګول فوډ په نوم دغه درویشتم نړیوال نندارتون کې افغان سوداګرو د خپل هیواد مڼې، انګور، انار، زعفران، خربوزې، زرد الو او ممیز نندارې ته ایښي وو.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې ویاند صیام الدین پسرلی هم وایي چې د هوا له لارې صادراتو ښه پایله درلودلې او دوی یې د پراخېدو په هڅه کې دي.
ښاغلی پسرلی مني چې تیرکال شاوخوا ۱۱ ټنه تازه میوه د کندهار او کابل په هوایي ډګرونو کې د لیږد په انتظار خوسا شوه، خو زیاتوي، دوی د هوایی شرکت په بدلون سره د دغې ستونزې مخه ونیوله.
دی وایي په ۱۳۹۶ کال کې د صادراتو کچه د تیر کال پرتله ۴۶ سلنه ډېره شوې ده. یوشمېر سوداګر بیا وایي، د توکو د صادراتو لپاره پوره اسانتیاوې نه لري. د کندهار د تازه میوې د صادرولو کمیسیون مشر حاجي نانی وایي، دولت او سوداګرۍ خونه یې په ستونزو غوږ هم نه ګروي.
خو افغان حکومت ښودلې چې د صادراتو په برخه کې د خصوصي سکتور ملاتړی دی او له خپله اړخه ورته هر ډول اسانتیا برابروي. خپله د ولسمشر شعار دادی چې د افغانستان د صادراتو لوړول او هېواد په یوې سوداګریزې څلور لارې بدلول یې د لومړیتوبونو له ډلې دي.