زه او د میندوارۍ کړاوونه، "له لور څخه مې بخښنه غواړم"

    • Author, زینب محمدي
    • دنده, بي ‌بي سي _ کابل

د افغانستان د ښځو د میندوارې د کړاوونو کیسې تر ډېرې پټې پاتې کېږي، خو په دې وروستیو کې یو ډله ښځو د "زه او د مینداورۍ کړاوونه" په نامه پر خواله رسنیو کمپاین پیل کړی دی.

په افغانستان کې د هرو ۱۰۰ زرو میندوارو مېرمنو له ډلې د زېږون پر مهال له ۸۰۰ تر ۱۲۰۰ پورې خپل ژوند له لاسه ور کوي.

په افغانستان کې د ښځو د میندوارۍ کیسې ډیرې لږ اورېدل کېږي، دغه هېواد د ژوند اساسي حقونو له مخې، د نړۍ په کچه د ښځو لپاره تر ټولو بد هېواد ګڼل شوی دی.

د دغه هېواد مېرمنې د امیندوارۍ پر مهال اوږدې او لوې جامې اغوندي تر څو خلک پوه نه شي. د میندوارۍ پر ستونزو سربېره دغه مېرمنې له روحي ستونزو سره هم لاس او ګریوان دي.

نجلۍ که هلک؟ موضوع دا ده؟

د دغه ننګونې یوه ګډون کوونکې لیکې، کله چې پوه شوم لومړی ماشوم مې نجلۍ ده، نو خاوند او د هغه کورنۍ را سره بد چلند پیل او د میندوارۍ پر مهال یې هیڅ مرسته را سره ونه کړه.

د هغې په خبره، د ماشوم جنسیت یې ان د روغتون د کارکوونکو لپاره هم مهم و : "کله مې چې لور نړۍ ته راغله د روغتون څو کاریګرې راغلې او له ما یې وپوښتل چې لور ده که زوی؟ ما وویل لور ده. هغوی وویل: وۍ لور ده دا خو شریني هم نه لري راځې چې د بل ناروغ څنګ ته لاړې شو."

هغه وايي له خپلې لور څخه یې دې نړۍ ته د راوړلو لپاره بخښنه غوښتې ځکه دلته زوی تر هر شي مهم ګڼل کیږي.

د مینداورۍ پر مهال هغه زدکړیاله وه کله به چې پوهنتون ته تله نو ټولګیوالو به یې ورته ویل"څه اړتیا ده چې په دې حال ته پوهنتون ته را روانه یې؟ ولي د ټولګي د هلکانو مخ ته موږ شرموې؟"

د هغې دویمه لور په ایټالیا کې نړۍ ته راغلې، هغه وايي دا ځای او افغانستان کې د لور زیږون لکه "ځمکې او اسمان" دومره توپیرونه لري.

زهرا سور اسرافیل د ښځو د حقونو فعاله او شاعره مېرمن ده چې پر خواله رسنیو د "زه او امنیداورۍ کړاوونه" کمپاین پيل کړی دی.

هغه وايي د لومړي ځل لپاره د امیندوارۍ له امله یې په ژوند کې بې نظمی له امله ځینې لیکنې کولې چې وروسته بیا یې د ملګرو سره یوځای پر خواله رسنیو د "زه او امنیداورۍ" پر ننګونې کار پیل کړ.

هغه وایي د افغانستان له ښځو سره د امیندوارۍ په اړه خبرې یو ټابو دی، او ډیري خلک داسې وایي چې د میاشتني عادت په څیر دغه موضوع دي هم پټه پاتې شي.

مېرمن اسرافیل وايي هیله لري دغه ډول ننګونې به د افغانستان په نرواکه ټولنه کې د ښځو پر وړاندې دغه ډول ټابو له منځه یوسي.

په کم عمر کې میندواري

د یوې ګډون کوونکې لومړی ماشوم په ۲۰ کلنۍ کې نړۍ ته راغلی، هغې لیکلي: "زما د ماشوم پيداښت ته مې مور او خویندې ډيرې خوشحاله وې....ښایې هغوی د میندوارۍ پرمهال زما په ستونزو پوهېدل، کله چې نړۍ ته راغله په کیسه کې یې نه وم او مور مې غټه کړه."

خو وایي کله چې د درېیم ځل لپاره مور شوم نو پوه شوم چې د مور کیدو احساس او ماشوم څومره خوږ وې. هغې همدا راز لیکلې کاش چې مینداوري ویشل کیداې نیمه یې د نر وای او نیمه یې د ښځې.

سلما شرفي لیکي: "کله چې مې لومړی ماشوم نړۍ ته راغی د ۱۶ کلونو وم، کلونه کلونه به مې له ځان سره ویل چې زه یوه ښه مور نه یم ځان مې نشو بخښلې خو وروسته مې ځان په دې دلیل چې هغه وخت ماشومه وم نه پوهیدم وباښه."

جسمي ستونزې

افغان شاعره ریحانه یوسفي لیکې"ستونې به مې ډک شو لامل یې زما د ورځو او شپو نارامي وه، خوب مې نه درلود سر به مې درد کاوه زړه مې بدېده، ښې ورځې نه وې چې درته یې ولیکم. د میندوارۍ په اخرو میاشتو کې مې نه شو کولې خپله ملا په سمه توګه نیغه کړم."

جبر ته انکار وکړئ

هغه د خپل ژوند په تجربو لیکنه کړې او په ژوند کې یې د مثبت بدلونونو لامل خپله مېرمن بللې.

هغه لیکي ۹ کاله وړاندې د هغه مېرمن فرخنده د لومړي ځل لپاره میندواره شوه:

"زما کړنه زما د مېرمنې د میندوارۍ پر مهال د زدکړې پر اساس نه وه. هغه ډول وه چې لیدلې مې وه. د خپل پلار په شان مې چلند کاوه، تریخ او بې احساس وم....ښه مې په یاد دي ږیره او بریت مې پریښې و، تر څو تریخ او اصلي نر ښکاره شم."

هغه وايي د هغه د پلار په شان کړنې د افغانستان د ښځو پر وړاندې یو یرغل دی: "ښځه ووهه" هغه څه دی چې تر اوسه یې وینو ان ځېنې لوستي خلک هم خپلو ښځو ته وهل ټکول ورکوي.

هغه لیکې ۶ کاله واړندې مې غبرګوني ماشومان پیدا شول او زه هم پوه شوم چې پلار کېدل یعنې څه؟

هغه له ښځو غوښتنه کړې چې"سوځوم خو زغم کوم" یو مثال نه کړي او په دې ډاډه اوسي چې کولې شي د خپل ژوند ملګرې ته بدلون ورکړي.