په خوست او غزني کې د ۱۱ ملکي وګړو د وژلو ادعا

- Author, احمدشاه متنوال
- دنده, بي بي سي خوست
خوست ولایت کې د علیشیرو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي، په دغه ولسوالۍ کې د "کمپاین" په نوم د پېژندل شویو ځواکونو په عملیاتو کې اووه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د وژل شویو کسانو جسدونه د خوست مرکز فارم باغ سیمې ته راوړل شول او خلکو له دولته د پېښې د پلټنې غوښتنه وکړه.
ویل کېږي د کمپاین ځواکونه د امریکایي ځواکونو له خوا تمویل او تجهیزېږي او خوست کې د حکومت د وسله والو مخالفینو پرضد جکړه کوي.
د ډیورنډ کرښې ته نژدې د خوست د علیشیرو ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د کمپاین ځواکونو له خوا د تېرې شپې په عملیاتو کې ملکي وګړي وژل شوي، چې پنځه کسان یې سره وروڼه دي.
کمپاین ځواکونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د خوست والي حکم خان حبیبي وایي، د پېښې د لاڅېړنې په موخه یې یو پلاوی ټاکلی او پلاوی به سیمه کې پلټنې وکړي.
ښاغلي حبیبي وویل "له هر اړخیزې څېړنې وروسته به وروستي معلومات د ګډې همغږۍ له مرکز او رسنیو سره شریک شي."

غزني کې د څلورو ماشومانو وژل کېدل
بل لور ته د کابل په جنوب کې د غزني د ده یک ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، چې د افغان هوایي ځواکونو په یوه برید کې څلور ماشومان وژل شوي دي.
د وژل شویو ماشومانو مړي د غزني د والي دفتر مخې ته د اعتراض په ډول اېښودل شوي ول. د وژل شویو ماشومانو خپلوانو د پېښې د څېړنې غوښتنه کوله.
د غزني د والي ویاند عارف نوري وایي "د پېښې د لا روښانتیا په موخه یې څېړنې پیل کړې دي."
دغه سیمه د طالبانو په ولکه کې ده. ځایي چارواکي وایي، چې په دغه سیمه کې د اوسپنیز ګوزار په نوم پوځي عملیات نن پای ته ورسېدل.








