تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د جرمونو نړېواله محکمه افغانستان کې د جنگي جنايتونو په تړاو سپارل شوي اسناد ارزوي
د جرمونو نړيوالې محکمې قاضيان په دې پرېکړه کوي چې په افغانستان کې د جنگي جنايتونو په تړاو رسماً پلټنې پيل کړي او که څنگه.
ټاکل شوې دوى ډېر ژر د تاوتريخوالي افغان قربانيانو له لوري د سپارل شويو اسنادو ارزونه پيل کړي چې د جنگي جنايتونو له لوري شونې پلټنې پر چا او يا پر څه ورټولې وې.
بي بي سي موندلې چې د جرمونو نړيوالې محکمې ته په سپارل شويو اسنادو کې له نومول شويو لوړ پوړو چارواکو يو د ولسمشر لومړى مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم دى. له لسيزو راهيسې پر ښاغلي دوستم د بشري حقونو د سرغړونې تورونه پورې شوي دي. خو نوموړي تل دا تورونه رد کړي.
ښاغلى دوستم اوسمهال په ترکيه کې دى. نوموړى وروسته له هغه ترکيې ته ولاړ چې د هغه سياسي سيال او د جوزجان پخواني والي احمد اېشچي ادعا وکړه چې د ښاغلي دوستم په حکم وتښتول شو او ورباندې جنسي تېرى شوى .
طالبان، سي آى اې او افغان ځواکونه ښايي د جنگي جنايتونو د شونو تر سره کوونکو له ډلې وي.
د جرمومونو نړيوالې محکمې سر څارنوالې "فتو بېنسودا" تېر کال ويلي و داسې مناسب دلايل شته چې باور وشي په افغانستان کې جنگي جنايتونه تر سره شوي دي.
ځینې نور افغانان هیلمن دي چې د جرمونو نړيواله محکمه به عدالت ته د طالبانو او نور وسلوالو په راڅکولوکې مرسته وکړي.
په بګرام زندان کې د زندانیانو د کړونې به تړاو به پلټنې کېږي.