تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د جرمونو نړيوالې محکمې ته د "نى" شکايت
د افغان خبريالانو د ملاتړ خپلواکې ادارې يا "نی" په دې هېواد کې د جنګي جرمونو پرضد د جنايتونو نړيوالې محکمې ته شکايت کړی.
د دغه بنسټ مشر مجيب خلوتګر خبريالانو ته وويل، له ۱۳۸۲ کال راهيسې، د دغو جنايتونو شمېر ۱۹۰ ته رسېدلی چې د خبريالانو د وژنو ۴۸ پېښې، د ټپي کېدو ۷۴ ، تښتولو ۱۵ او ګواښلو ۵۳ پېښې په کې راغلې دي.
نی د دغو جنايتونو اصلي عاملين طالبان، "اسلامي دولت" يا داعش نومې ډله او د حقاني شبکه ياده کړې ده.
وړاندې، د جرمونو نړيوالې محکمې افغانستان کې د بشرضد جنګي جنايتونو ثبت لپاره د جنورۍ تر پايه وخت ټاکلی و.
. افغانستان په ۲۰۰۳ کال د دغې محکمې غړی شو
دا محکمه تر يادې نېټې وړاندې افغانستان کې د شويو جرمونو د څېړلو واک نه لري.
د جرمونو نړيواله محکمه لويو بشرضد جرمونو په تړاو د پلټنې واک لري لکه:
•ټولوژنه
•بشرضد جنايتونه
•جنګي جرمونه
د دې لپاره چې لوی جرمونه د دغې محکمې د ارزونې او څېړنې وړ وگرځي تر ډېره څلورو عواملو ته پام کيږي چې په دې ډول دي:
•مقياس
•څرنګوالی
•د جرمي عملونو اغېز
دغې محکمې په وروستيو کې په افغانستان کې د احتمالي جنګي جرمونو د څېړلو لپاره د اجازې غوښتنه کړې ده.