تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نړیواله جنايي محکمه: ښايي امریکايي پوځ افغانستان کې جنګي جرمونه کړي وي
- Author, سمیع الله موسی زی
- دنده, بي بي سي
نړیوالې جنايي محکمې په خپل تازه راپور کې ویلي داسې دلایل شته چې پربنسټ یې ویل کېدای شي چې وسله والو طالبانو د بشریت ضد جرمونه، امریکايي ځواکونو او افغان حکومت اړونده امنیتي ادارو د ځورونې او ناسم چلند اړوند جنګي جرمونه ترسره کړي دي.
په راپور کې ویل شوي، د امریکايي ځواکونو له خوا د دغو جرمونو زیاته برخه په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو کې په افغانستان کې او له افغانستانه د باندې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې سي ای اې په مرکزونو کې شوي دي او د ادعا له مخې ځینو یې تر ۲۰۱۴ کال پورې دوام درلود.
راپور زیاتوي چې دغه ډول سرغړونې په ټول افغانستان کې شوي خو داسې ښکاري چې ډیرې یې په هلمند او کندهار ولایتونو کې شوي دي.
د طالبانو او د دوی د ملاتړو ډلو په اړه په راپور کې ویل شوي، داسې مناسب دلایل شته چې له مخې یې باور کېدای شي چې دغو وسله والو د بشریت ضد جرمونه کړي او د ادعا له مخې دوی په سیستماتیکه بڼه او عمداً هغه ملکي وګړي په نښه کړي چې د افغان حکومت او یا بهرنیانو ملاتړ یې کاوه او یا یې د طالبانو مخالفت کاوه او په دې ډله کې د ادعا له مخې ښځې او نجونې هم شاملې دي چې په عامه ادارو کې یې کار کاوه او یا له بلوغ وروسته ښوونځیو ته تللې.
وژنې، زنداني کول او زورونه هغه جرمونه دي چې ددغه راپور له مخې وسله والو ډلو په سیستماتیکه بڼه کړي دي.
د امریکايي ځواکونو او د سی ای اې په اړه په راپور کې ویل شوي چې داسې مناسب دلایل شته چې پربنسټ یې باور کېدای شي چې دغو ځواکونو هم د زندانیانو سره داسې چلند کړی چې د جنګي جرمونو د نړیوالې محکمې د قانون له مخې یې باید عاملینو ته سزا ورکړل شي.
راپور زیاتوي دغو ځواکونو له زندانیانو د پوښتنو پرمهال داسې تکتیکونه کارولي چې د زورونې، ناسم چلند، پر شخصي کرامت تېری او جنسي تېري په برخو کې جنګي جرم بلل کېږي.
د افغان ځواکونو او په تېره د ملي امنیت ادارې په اړه د نړیوالې جنايي محکمې په راپور کې ویل شوي چې په دې برخه کې هم داسې مناسب دلایل شته چې پر بنسټ یې باور کېدای شي چې دغو ځواکونو هم د زورونې، ناسم چلند، پرشخصي کرامت تېري په برخه کې د نړیوالې جنايي محکمې د قانون له مخې جنګي جرم کړی دی.
خو راپور زیاتوي، داسې دلایل نه شته چې له مخې یې وویل شي چې له زندانیانو سره دغه ډول چلند او د هغوی پر حقونو تېری د یوه پلان او یا د یوې عمومي پالیسۍ له مخې شوي دي.
دغې محکمې ویلي، په دې اړه به وروستۍ پرېکړه وروسته کوي چې په افغانستان کې د وضعیت د ارزونې په موخه د پلټنې دپیلولو لپاره له قضائيه پلاوي اجازه واخلي که نه.
سم لاسي افغان حکومت، امریکايي چارواکو او طالبانو د نړیوالې جنايي محکمې د دغه راپور په غبرګون کې څه نه دي ویلي.