خوست ته له پاکستانه د چرګانو پر واردولو بندیز

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, احمدشاه متنوال
- دنده, بي بي سي خوست
د خوست چارواکو دغه ولایت ته له پاکستانه د چرګانو پر واردولو بندیز لګولی دی.
چارواکي وايي له دې وروسته به له پاکستانه د چرګانو واردونکي له قانوني سزا سره مخامخ شي. خوست والي حکم خان حبیبي دغه بندیز یو شمېر لاملونه لري:
''لومړی دا چې خوست کې دومره د چرګانو غوښه او هګۍ تولیدېږي چې د خوست د خلکو تر ډېره غوښتنه پوره کولای شي. بله دا چې کله د پاکستان په فارمونو کې ناروغۍ ولګېږي، د پاکستان کاروباریان ناروغ چرګان دلته راوړي، چې هم انسان او د چرګانو فارمونه ترې اغیزمنېږي ''
خوست کې دا وروستیو کې د چرګانو د فارمونو کاروبارپه غوړیدو دی او خوست والي وايي، ولسمشر هم څه موده مخکې لارښوونه کړي وه، چې باید په کور دننه تولیداتو څخه ګټه واخیستل شي.
ځايي چارواکي وايي، سیمه کې د یو میلیارد افغانیو په ارزښت نژدې ۵۰۰ چرګانو فارمونه فعالیت کوي.
ویل کېږي له هرو څلوېښتو ورځو وروسته له دغو فارمونو تر اووه نیم سوه زره پورې چرګان بازار ته وړاندې کېږي.
د فارمونو اتحادیې مسوولینو د خوست والي دغه اعلان ستایلی دی. د خوست چارواکي وايي، له پاکستانه هره ورځ تر څلور زرو پورې چرګان خوست ته راوړل کېږي.








