تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
رڼا او مرمر؛ په عشق اباد کې ژوند او سیاست
- Author, محمد قاضي زاده
- دنده, بي بي سي
د ډېرو افغانانو لپاره ښایي عشق اباد ته سفر له لرې ختیځ او اروپایي هېوادو ډېر جذابیت ولري.
د دې جذابیت لامل په دې کې نغښتی چې ترکمنستان محافظه کاره هېواد دی او په اسانه چا ته ویزه نه ورکوي او د هغو مسایلو په تړاو چې په دې هېواد کې روان دي چندان جزییات بهر ته نه وځي.
د افغانستان په تړاو د سیمه ییزه اقتصادي همکاریو (ریکا) اوم کنفرانس د ۴۴ هېوادو او ۳۸ نړیوالو ټولنو د استازو په ګډون په عشق آباد کې ترسره شو خو یوازې له افغانستانه نهه خبریالان وربلل شوي وو.
زه او اته نور خبریالان تر کنفرانس یوه ورځ مخکې، د یوه پلاوي په ملتیا د عشق اباد په لور روان شو.
الوتکه مخامخ ترکمنستان ته ولاړه نه، اول دوبۍ ته ولاړه او تر دوو ساعتونو وروسته د عشق اباد په لور روانه شوه. دا د دې نښه وه چې افغانستان هم د یو شمیر نورو هېوادو په شان په هر ډګر کې له ترکمنستان سره مخامخ اړیکې نه لري.
هغه مهال چې الوتکه د ترکمنستان فضا ته ننوته یوه افغان دیپلومات چې څنګ ته مې ناست و او تازه مو سره پېژندلي وو راته وویل "په ښار کې د عکسونو د اخیستلو او د ټولنیزو شبکو په کارولو کې احتیاط کوئ! "
د دریو څوکیو په یوه کتار کې زما او دې دیپلومات ترڅنګ یو افغان سوداګر هم چې د پلاوي غړی و، ده عشق اباد ته د سفر لپاره د ویزی د ترلاسه کولو پر سختۍ تبصره کوله او ویې ویل: "کشکې زما لپاره عشق آباد ته سفر دومره اسانه وای لکه امریکا ته چې دی."
مرمر او رڼا
د عشق اباد په هوایي ډګر کې د الوتکې تر کښینستلو وروسته مې په لومړی ځل په دې هیواد کې د مرمر ډبرو او څراغونو زړه راښکونکې لویه بیلګه ولیده.
هوایي ډګر یې لکه په دې ښار کې بله هره ودانۍ ټول له مرمر ډبرو جوړ شوی دی. په دې ډګر کې د الوتنو او الوتکو شمېر چندان ډېر نه و او داسې ښکاریدل چې د هوایي ډګر پراخوالي او په زرګونو څراغونو یې رڼا کول د اړتیا نه بلکې د ډېرې شتمنۍ او تجمل نښه وه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه مامور بیا وروسته راته وویل چې پر دې هوايي ډګر دوه ملیارده ډالر لګیدلي دي.
په الوتکه کې دننه او ان تر دې مخکې مې په ترکمنستان کې د سیاسي فضا د محدودیتونو په اړه ډېر څه اوریدلي وو. دې مالوماتو د ترکمنستان په اړه زما په ذهن کې ځانته تصور جوړ کړی و او ما فکر کاوه چې د پولیسو او ملکي مامورینو چلند به یې هم د بهرنیو سره ځیږ او په تروه ټنډه وي خو داسې نه وه.
په هوایي ډګر کې او ان د عشق اباد په ټولو ځایونو کې مې چې هرڅوک لیدل که به پوځي و یا ملکي، چلند به یې ډېر موادب، ارام او له نزاکته ډک و.
عشق اباد او مجازي نړۍ
د خبریالانو په ګډون د افغانستان لومړنۍ پلاوۍ د عشق اباد په هوایي ډګر کې له څو دقیقو ځنډ وروسته دوو پنځه ستوریز هوټلونو ته ولېږدول شو.
خبریالان او یوشمېر افغان سوداګر د عشق اباد په نامه یوه ۱۵ پوړیزه هوټل کې ځای پر ځای شول.
د هوټل پر ودانۍ نور او څراغونو په داسې یو ډول تنظیم شوي وو چې په هرو څو ثانیو کې به یې رنګ بدلېده. داسې یو هېواد چې نورو هېوادنو لکه افغانستان ته برېښنا صادروي همدا ډول پر نور او رنګ هنري لوبې کولای شي.
هوټل ته له رسېدو سره سم خبریالان او نور مېلمانه په خپلو ګرځنده ټېلېفونونو بوخت شول. تصور دا و چې موږ خبریالان به کولای شو شېبه په شېبه د ټولنیزو شبکو له لارې ویډیوګانې او عکسونه واستووو خو داسې نه وه. راته وویل شول چې دلته واټس اپ او واېبر نه شو کارولی.
فېسبوک هم زموږ د سفر په دویمه ورځ بند شو. له افغانستان او نورې نړۍ سره د اړیکو لپاره دوه لارې پاتې وې. یو برېښنالیک و چې هغه هم انټرنیټ یې ډېر کمزوری د ۳ جي په ظرفیت و او دویمه لاره د ترکمنستان د سیم کارت د کارول او ټېلېفوني اړیکو وه.
د همدی محدودیتونو په تړوا مو یو له بل سره خبری کولې چې یوه افغان دولتي مامور چې له کابله راسره تللی و او په عشق آباد کې بلد و راته وویل: "هغه میرمن چې زموږ شاته ولاړه ده هغه خدمه نه ده، ښایي بله دولتي دنده به لري، نو کله چې پر خپلو ټېلېفونونو کار کوئ پام مو وي! "
د ښار ښکلا او د سیلانیانو کمښت
عشق اباد ښکلی جوړ شوی. داسې ښکاري لکه د سیلانیانو د جذبولو لپاره چې پېسې پری لګېدلې وي خو سیالانیان په کې نه لیدل کېږي.
د عشق اباد ښار ټولې ودانۍ د نوموړي هېواد د ولسمشر په امر د مرمر له ډبرو جوړې شوې دي. دا ښار د نیم میلیون نفوس لپاره ډېر لوی دی. کله چې په واټونو او کوڅو کې یې ګرځئ خال خال خلک او موټر وینئ چې ګرځي.
په پرمختللي سیستم جوړ شوي پر پراخو سړکونو یې خلک او موټر دومره لږ دي چې ان په ډېر اوږده واټن کې یوازې د ګوتو په شمار کسان او موټر ترسترګو کېږي.
پر سړکونو د موټرو ګڼه ګوڼه او دروند ترافیک هغه څه دي چې تر کمنستان د پلازمېنې اوسیدونکي یې تصور نه شي کولای هماغسې چې د برېښنا او ګازو د لګښت بېل چې نه پیژني او تصور یې نه شي کولای.
ترکمنستان چې د لاسي غالیو په تولید کې د نړۍ په کچه نوم او شهرت لري د سیلانیانو د ورتګ لپاره یوڅه سخت قوانین وضع کړي دي.
دا هېواد ظاهراً نه غواړي چې په دې کړکېچنو حالاتو کې د سیمې له نورو هېوادونو سر پر ګډه پوله یو منفذ (په دې پوه نه شوم) هم د بهرنیانو لپاره خلاص پرېږدي.
زړه تنګوونکې چوپتیا
د عشق اباد ښار معمولاً داسې ښکاري لکه رخصتي چې وي. د وګړو او موټرو کموالي دغه ته دومره کراري وربښلې ده چې کله کله په دغه لوی ښار کې د بهرنیو میلمونو زړونو تنګ شي.
د یوه افغان لپاره چې د کابل په څېر د ګڼې ګوڼې ډک ښار د شور او بیروبار سره عادت شوی وي په عشق آباد کې ګوزاره یو څه سخته وي.
که څه هم د کابل پر واټونو د امنیت احساس نه کېږي، کله کله له ګوڼې ګوڼې او تل له درانه ترافیکه خلک په تنګ وي خو ترڅنګ یې ژوند، انرژي، خوځښت او یو ډول مثبت شور په خلکو کې شته.
سربیره پر دې په افغانستان کې سیاسي خپلواکي هم شته. په ترکمنستان کی بیا ټولنیزه خپلواکي شته خو دا چې څوک دې خپل ولسمشر په آسانۍ وویني او یا نیوکه پرې وکړي هغه څه دي چې د ترکمنستان اتباع یې تصور هم نه شی کولای.
ترکمنستان هغه هېواد دی چې د ودانیو د بامونو (زرغون) رنګه نیولې بیا د مامورینو د نیکټایۍ تر (تور) رنګه، د هرشي څرنګوالی د ولسمشر په امر او غوښتنه ټاکل کېږي.
ترکمنستان د نور او مرمرو هېواد دی. داسې ښکاري چې د ژوند اسانتیاوو، ښایسته ښار او ټولنیزې خپلواکۍ لروونکو اتباعوو ته رنګین او رڼا ژوند ورپه برخه کړی خو بیه یې باید په سیاسي ډګر کې د داسې قوانینو په متابعت ورکړي چې د مرمر ډبرو په څېر کلک او سخت دي.
له ما سره ترکمنستان ته یو شمېر تللو افغانانو ویل چې دوی د افغانستان د ژوند د عمومي فضا پر ځای ښه بولي چې د ترکمنستان په شان یوه فضا کې ژوند وکړي چې که سیاسي خپلواکي نه لري لږترلږه اقتصادي او امنیتي اندیښنې هم نه پیژني. خو زه ډاډه نه یم چې دغه ډول تصور په ترکمنستان کې له څو اونیو تېرولو وروسته هم د هغه چا په ذهن کې چې له افغانستانه ورغلی وي دوام کوي که نه؟