داعش: کابل کې د جمعيت اسلامي پر غونډې ځانمرگى بريد موږ کړى
د افغانستان پلازمېنې کابل ښار شمال خیر خانې سیمې یوۀ تالار دروازه کې چاودنه شوې. دغه تالار کې د عطا محمد نوړ په ملاتړ غونډه روانه وه چې ځینې افغان سیاستوالو هم په کې گډون کړى وو.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد بي بي سي ته وویل، په برید کې ١٤کسان وژل شوي، چې اته يې پولیس او شپږ يې ولسي وګړي دي.
د افغانستان روغتيا وزارت وايي په دغه پېښه کې لږ تر لږه ١٨ تنه ټپيان شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د خپرونو مشر اسمعیل کاووسي وړاندې ویلي و چې تر اوسه کابل امبولانس د کابل روغتونونو ته د برید له ځایه پنځه مړي او ۱۶ ټپیان وروړي.
د ښاغلي مجاهد په وينا یوه پلي ځانمرګي برید کوونکي غوښتل دغه تالار ته ننوځي، خو هوټل ته د ننوتلو په لار لومړۍ تلاشۍ کې د پولیسو له خوا پېژندل شوی او هدف ته له رسېدو مخکې یې ځان چوولی.
نوموړی وايي، پېښه کې د څلورمې امنیتي حوزې اړوند پنځه پولیس وژل شوي. چاودنه د "قصر نوین" په نوم په هغه تالار کې شوې ده، چې د بلخ د والي عطاء محمد نور پلویانو د نوموړي په ملاتړ غونډه پکې جوړه کړې وه.
عطا محمد نور په خپل خپاره کړي يوۀ ويډيويي پيغام کې ويلي "په حکومت کې دننه ځينې کړۍ د بريد تر شا دي". ښاغلي عطا چې وړاندې يې هم ورته څرگندونې کړي ځينو تېرو پېښو ته په اشاره وويل "د جنبش روشنايي پر وړاندې بريد، زنبق څلور لارې کې پر لاريونيانو ډزې او د سالم ايزېديار جنازې په مراسمو کې د جمعيت مشرتابه په نښه کول ټول پلان شوي گامونه دي چې په حکومت او نظام کې دننه کړۍ په کې مخامخ لاس لري."
خو د نوموړي د دغو څرگندونو په تړاو د حکومت غبرگون لا مخې ته نه دى راغلى.

د عکس سرچینه، Social Media
داعش د بريد پړه منلې او په خپله وېبپاڼه "اعماق" کې يې ليکلي، د دغې ډلې يوۀ غړي د جمعيت اسلامي گوند پر غونډې دا بريد کړى، خو په دې تړاو کوم شواهد نه دي وړاندې کړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې شوى ځانمرگى بريد غندلى او پر جوماتونو، تکيه خانو او ولسي ځايونو کې بريدونه يې له اسلامي او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې بللي. ښاغلي غني د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي څرگنده کړې.
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای
د دغو مراسمو ویناوال احمد ضیاء مسعود، حاجي ظاهر قدیر، ستار مراد، عبدالحفیظ منصور او د ولسي جرګې ځینې نور غړي او د جمعیت اسلامي ګوند ځینې مشران هم وو.
ځايي رسنۍ وايي، چاودنه د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته شوې ده.
وسله والو طالبانو په برید کې خپله ښکېلتیا رد کړې ده.
دا په تېرو شاوخوا دوو اونیو کې کابل کې دویم برید دی.

د عکس سرچینه، Reuters
دوې اونۍ وړاندې د کابل ډیپلوماتیکه سیمه کې یوه ځانمرګي برید لږترلږه پنځه کسان ووژل او ۲۲ نور یې ټپیان کړل. اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې د برید پړه منلې وه.
افغانستان کې د وروستۍ یوې میاشتې خونړي بریدونه:
- تله ۲۵مه: پکتیا کې پر امنیه قومندانۍ د طالبانو ډله ییز برید ۴۲ کسان وژلي
- تله ۲۵مه: غزني کې د طالبانو برید لږترلږه ۳۰ کسان ووژل
- تله ۲۷مه: کندهار کې برید ۴۳ کسان ووژل
- تله ۲۸مه: غور کې پر جومات ځانمرګي برید ۲۰ کسان ووژل
- تله ۲۸مه: کابل کې د شیعه ګانو پر جومات برید ۵۶ کسان ووژل
- تله ۲۹مه: کابل کې پر پوځي پوهنتون برید ۱۵ کسان ووژل
- تله ۳۰مه: د تخار یوه خوړنځي کې چاودنې ۳ ولسي وګړي ووژل
- لړم ۹مه: د کابل دیپلوماتیکه سیمه کې ځانمرګي برید ۵ کسان ووژل ۲۲ ټپیان شول
- لړم ۲۵مه: د کابل شمال کې ځانمرګي برید ۹ کسان ووژل ۹ یې ټپیان کړل









