تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"کندوز کې د بهرنیو ځواکونو بمبارۍ۱۰ ولسي وګړي وژلي"
په داسې حال کې چې افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ بهرني ځواکونه وايي، د کندوز بمبارۍ کې ولسي وګړي وژل ردوي، د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یونما) وايي، په یاده بمبارۍ کې لږترلږه ۱۰ ولسي وګړي وژل شوي.
یونما پر ټویټر لیکلي، د باوري رپوټونو له مخې د روانې نومبر میاشتې پر څلورمه، د کندوز چاردره ولسوالۍ کې د وژل شویو په ډله کې لس ولسي وګړي دي.
سرچینه وايي، دوی له ګڼو ژغورل شویو، روغتیاپالو، د سیمې له قومي مشرانو او نورو خلکو سره خبرې کړې چې د ټولو په اند د بمبارۍ قربانیانو کې ولسيو ګړي وو.
تېره ورځ په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د پرېکنده ملاتړ بهرنيو ځواکونو د کندوز په چاردره کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله رد کړه.
د تېرې یکشنبې په ورځ د کندوز د ولایتي شورا یوه غړي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې د چادرې په یوه سیمه کې ۱۴ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي.
د ناټو په اعلامیه کې راغلي چې په سیمه کې یې عملیات کړي او ګڼ شمېر وسلوال یې وژلي دي.
د ډونلډ ټرمپ د نوې ستراتیژۍ له مخې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو هوايي عملیات ډېر شوي، خو د دې عملیاتو له امله ولسي مرګ ژوبله هم ډېره شوې ده.
یونما وايي، دوی د امنیت شورا په همغږۍ د ولسي وګړو د وضعیت او مرګ ژوبلې په اړه بې پرې رپوټونه خپروي.
یونما وايي، په افغانستان کې د عبادت پر ځایونو په ۴۲ بریدونو کې لږترلږه ۲۶۱ کسان وژل شوي او ۵۷۲ نور ټپیان شوي، چې یونما دا یو ناانساني عمل بللی دی.