تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولې
د افغانستان پلازمېنې کابل په دیپلوماتیکه سیمه وزیر اکبرخان مېنه کې د یوه ځانمرګي برید له کبله ۷ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
پېښه له ځايي مهال سره سم د ورځې نژدې ۴ بجې د وزیر اکبرخان مېنې پر یوه سړک وشوه. داعش وسله والې ډلې ویلي دغه برید دوی کړی دی.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د کابل دیپلوماتیکه سیمه وزیر محمد اکبر خان مېنه کې د دوی د بهرنیو اړیکو پر دفتر ځانمرګی برید شوی. برید د ماسپښین شاوخوا څلور بجې وشو، چې هم مهاله ځینو بهرنیو سفارتونو د خبراوي زنګونه هم ووهل.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح بي بي سي ته وویل، د دوی اړوندو روغتونونو ته د چاودنې له ځایه د یوې ښځې په ګډون د پنځو کسانو مړي او ۲۳ ټپیان وروړل شوي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت بي بي سي ته وویل، د برید هدف ددغه وزارت د بهرنیو اړیکو دفتر و، چې د دوی کارکوونکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل، په برید کې تر اوسه ددوی کارکوونکو ته د مرګ ژوبلې اوښتو رپوټ نه دی ور رسېدلی. نوموړی وايي، ځانمرګی برید کوونکی پلی روان و.
د کابل پولیسو ویاند بي بي سي ته وویل، په برید کې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې اړوند "اعماق" خبري بنسټ ویلي، په چاودېدونکو توکو یوه سمبال بریدګر یې د وزیر اکبر خان دیپلوماتیکه سیمه کې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي دي.
د چاودنې سیمې ته څېرمه د بي بي سي یو خبریال هم و، چې وايي، له چاودنې شېبه وړاندې امنیتي سرتېرو یو امبولانس درولی و، خو روښانه نه شوه چې ایا هماغه امبولانس چوول شوی او که نه.
د هغه سړک په اوږدو کې، چې چاودنه شوې، ځینې بهرني سفارتونه او د دفاع وزارت د بهرنیو اړیکو د دفتر ودانۍ هم پرتې دي.
دا په څه کمو دوو اونیو کې کابل کې درېیمه خونړۍ چاودنه ده.
د تېرې تلې/میزان پر ۲۸مه کابل داعش ډلې یو جومات په نښه کړ، چې لږترلږه ۵۲ کسان پکې ووژل شول او ۵۵ نور ټپیان شول.
بیا دوې ورځې وروسته د کابل لوېدیځ کې د پوځي پوهنتون دروازه کې ځانمرګي برید لږترلږه د دفاع وزارت اړوند ۱۵ کسان ووژل او ۴ نور یې ټپیان کړل. د برید پړه وسله والو طالبانو ومنله.