تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
داعش کابل کې پر جومات د خونړي برید مسؤولیت منلی، د وژل شویو شمېر ۵۶ ته ختلی
د افغانستان پلازمېنه کابل کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د جمعې ورځې د ځانمرګي برید مسؤولیت"اسلامي دولت" نومې ډلې منلی دی. د کورنیو چارو وزارت وايي، په برید کې د وژل شویو شمېر ۵۶ تنو ته رسېدلی، چې درې پکې ښځې دي.
سرچینه وايي د درو ښځو په ګډون ۵۵ کسان ټپیان شوي دي.
ویل کېږي په وژل شویو او ټپیانو کې ماشومان هم شته.
دغې ډلې ویلي، یوه ځانمرګي بریدګر یې لومړی جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې پیل کړې او بیا یې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي دي.
کابل کې پر جومات برید (انځورونه)
"اسلامي دولت" ډلې نه دي ویلي چې د جمعې په ورځ د مرکزي فراه ولایت یوه جومات کې برید دوی کړی او که څنګه.
په دې برید کې شل کسان ووژل شول.
په وژل شویو کې یو حکومت پلوی پخوانی قومندان هم دی.
د شنبې په ورځ وختي د کابل پر زرغونې سیمې ځینې توغندي لګېدلي، خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې اړولو په اړه رپوټونه نه دي ورکړل شوي.
داعش کابل کې د جمعې په ورځ د ماښام لمانځه پرمهال یو جومات په نښه کړ.
افغانستان کې د هالنډ سفیر ویلي، په دې غمجنه اونۍ کې ګڼ ولسي وګړي وژل شوي، چې ځینې یې ان د لمانځه پرمهال وژل شوي.
د افغانستان حکومت ویلي، ددغه برید ټول قربانیان لمونځ کوونکي دي.
عیني شاهدانو ویلي بریدګر لومړی په لمونځ کوونکو ډزې وکړې او وروسته یې په ځان پورې تړلیو باروتو ته چاودنه ورکړه.
لومړنی برید د مرکزي ولایت غور په دولینه ولسوالۍ کې په یوه جومات کې د مازدیګر لمانځه پرمهال وشو چې د چارواکو په وینا د یوه دولت پلوي قومندان په ګډون یې ۲۰ کسان ووژل.
ولسمشر محمد اشرف غنی او اجراییه رییس عبدالله عبدالله دغه برید غندلی دی. ولسمشر غني ویلي، هغه څوک چې دغسې بشر ضد جنایتونه کوي، د (نابودۍ) مستحق دي.
دا اوونۍ ګردېز، غزني، کندهار او بیا پلازمېنه کابل کې خونړیو بريدونو کې د ګڼ شمېر ملکيانو په ګډون لسګونه کسان ووژل شول او نژدې درې سوه نور په کې ټپيان شول.