تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
''ولسمشر غني پاکستان ته ځي''
د یوې باوري سرچینې په وینا افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستاني پوځ مشر جنرال جاوید قمر باجوه په مشرتابه کابل ته د تللي پلاوي بلنه منلې او دغه هېواد ته به په رسمي سفر لاړ شي.
که څه هم په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویل شوي، خو له دې مخکې کابل ته د جنرال باجوه له سفر وروسته افغان حکومت ویلي و د پاکستان په دریځ کې بدلون تر سترګو کېږي او اوس د همکارۍ روحیه لري.
تېره مې میاشت کې د پاکستان د استخباراتو مشر نوید مختار کابل ته سفر کړی و او د افغان حکومت معتبرو سرچینو د نوم نه ښودو په شرط بي بي سي ته هغه مهال ویلي و، نوید مختار د خپل هېواد د حکومت له خوا ولسمشر غني ته د اسلام اباد د سفر رسمي بلنلیک هم ورکړی و، خو په خبره یې ښاغلي غني نه و منلی.
د افغانستان لپاره د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې پالیسۍ له اعلانه وروسته به دا لومړی ځل وي، چې افغان ولسمشر پاکستان ته سفر کوي.
ولسمشر غني له دې مخکې څو ځله ويلي، کابل بايد لومړی له پاکستان سره سوله وکړي.
د افغانستان او سيمې په اړه د امریکا د ستراتېژۍ تر اعلان وروسته کابل ته خپل لومړني سفر کې جنرال باجوه د افغانانو په مشرۍ له سولې ملاتړ څرګند کړی و.
ولسمشر غني هغه مهال ويلي و، مناسبه فضا رامنځ ته شوې او د باور رامنځ ته کولو لپاره بايد عملي ګامونه واخيستل شي.
ولسمشر ټرمپ تېر اګسټ کې د افغان ستراتیژۍ د اعلانولو پر مهال پر پاکستان غږ وکړ چې د وسلوالو ملاتړ پرېږدي او که نه تاوان به وکړي.
ډونلډ ټرمپ دا هم وویل، چې پاکستان له یوې خوا د امریکا مرستې ترلاسه کوي، خو په ورته مهال یې داسې وسلوالو ته هم پټنځي ور کړي چې په افغانستان کې امریکايي ځواکونه په نښه کوي.
د بي بي سي پښټو پر فېسبوک پاڼه د يو شمېر لوستونکو نظرونه
ننګيالی ننګ
ولسمشر باید ورنشي، نړيوال بايد د دوهم ځل لپاره په پاکستان باور و نه کړي، هر څه د خپلې ګټې لپاره کوي، موږ ته د پاکستان همدردي د منلو وړ نه ده.
جوهر ازبک
په دې سفر کې به د سولې او پخوانيو طالب بنديانو د خلاصون يا تبادلې په اړه خبرې وشي. دا سفر به خورا ارزښتناک وي او د نورو سفرونو سره به يې توپير ډېر وي.
نور الله نورزی
نه پوهېږم پاکستاني چارواکي کوم داسې جادو لري چې زموږ مشران په يوه اشاره ځان ور مات کړي. ګټه نه لري.
پکتياوال افغان
ولسمشر غني بايد پاکستان ته لاړ شي، له خبرو پرته يوه موضوع هم نشي حل کېدای.
حبیب افغان
ولسمشر غني یو بله سیاسي تېروتنه کوي.