تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان حکومت: د پاکستان له خبرو ښکاري چې اوس د همکارۍ روحيه لري
افغان حکومت و ایي د پاکستان په دریځ کې بدلون تر سترګو کېږي او اوس د همکارۍ روحیه لري. د ولسمشرۍ ماڼۍ دا څرګندونې وروسته له هغه مخې ته راځي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاويد باجوه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په کابل کې وکتل.
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد له بي بي سي پښتو سره په خبرو کې ويلي، "د امریکا د ستراتېژۍ له اعلانېدو وروسته د پاکستان په موقف کې تغير ليدل کېږی او له خبرو داسې ښکاري چې د همکارۍ روحیه لري".
د ښاغلي ازاد په وينا، له پاکستانه يې غوښتي چې د هغو ترهګرو پر وړاندې چې په افغانستان کې جنګېږي بايد عملي ګامونه پورته کړي.
د ملي امنیت دوه پخواني مشران غبرګون
د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشران رحمت الله نبیل او امرالله صالح په دې باور نه دي چې د افغانستان لپاره د امریکا له نوې ستراتیژۍ وروسته به د پاکستان دریځ بدل شوی وي.
رحمت الله نبیل په خپل ټوېټ کې لیکلي چې پاکستان په دغه ګام سره د امریکا ستراتیژي نرموي:
"په ورته مهال به ای اېس ای د مني په موسم کې وسلوال طالبان په افغانستان کې وینې بهولو ته تیاروي".
پر رحمت الله نبیل سربېره د ملي امنیت بل پخوانی مشر امرالله صالح هم په دې نظر دی چې افغان حکومت دې د پاکستانیو چارواکو دا ډول لیدنو ته هیله من کېږي نه.
هغه هم په یوه ټوېټ کې د پاکستان د دریځ بدلېدل د حقاني شبکې پرضد د دغه هېواد په عملیاتو پورې تړلي او وايي:
"تر هغه باید انتظار وشي چې دغه هېواد اول پاکستان زېږولي حقاني ترهګر له منځه یوسي".
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان پوځ له لوی درستيز او ورسره ډلې سره په ليدنه کې دغه سفر د دواړو هېوادونو تر منځ يو نوی پړاو او د ښې همکارۍ لپاره يو نوی فرصت بللی دی.
د افغانستان او سيمې په اړه د امریکا د ستراتېژۍ تر اعلان وروسته دا لومړی ځل دی چې د پاکستان پوځ مشر افغانستان ته سفر کوي.
امریکا په خپلې نوې ستراتېژۍ کې پاکستان ته خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې دې د وسله والو مخالفینو له ملاتړه لاس واخلي. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې نور په پاکستان کې د اورپکو د شتون په اړه چوپ نشي پاتې کېدای.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، په دغه ليدنه کې په بېلابېلو موضوګانو خبرې شوې، په ځانګړې توګه د سيمې امنيت، سولې، د اسلام اباد او کابل تر منځ دوه اړخيزې اړيکې او د لنډمهالې او اوږدمهالې سوداګرۍ په اړه يې له پاکستاني چارواکو سره نظرونه شريک کړي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې ژمنه کړې چې په وينا يې د دواړو هېوادونو لپاره يو لوی ګواښ دی.
په عيني حال کې افغان چارواکي ادعا کوي چې په افغانستان کې د سولې کلۍ د پاکستان په لاس کې ده. ولسمشر غني څو ځله ويلي، کابل بايد لومړی له پاکستان سره سوله وکړي. په دې ناسته کې ښاغلي باجوه د افغانانو په مشرۍ له سولې ملاتړ څرګند کړ.
همدا ډول ښاغلي غني ويلي، مناسبه فضا رامنځ ته شوې او د باور رامنځ ته کولو لپاره بايد عملي ګامونه واخيستل شي.
د افغانستان او سيمې په اړه د امریکا د ستراتېژۍ تر اعلان وروسته دا لومړی ځل دی چې د پاکستان پوځ مشر افغانستان ته سفر کوي.
ولسمشر ټرمپ تېر اګسټ کې د افغان ستراتیژۍ د اعلانولو پر مهال پر پاکستان غږ وکړ چې د وسلوالو ملاتړ پرېږدي او که نه تاوان به وکړي.
ډونلډ ټرمپ دا هم وویل، چې پاکستان له یوې خوا د امریکا مرستې ترلاسه کوي، خو په ورته مهال یې داسې وسلوالو ته هم پټنځي ور کړي چې په افغانستان کې امریکايي ځواکونه په نښه کوي.