تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
باجوه: نړۍ دې موږ د خپلې ناکامۍ مسوول نه بولي
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه وايي، نړۍ دې له پاکستان د غوښتنو پر ځای د ترهګرۍ له منځه وړلو ډېرې هڅې وکړي.
هغه د چهارشنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د دفاع ورځ مراسمو کې وویل، چې که نړیوال ځواکونه په دې برخه کې د پاکستان لاسنیوی ونه کړي نو اسلام اباد دې د خپلو ناکامیو مسوول نه بولي.
د پاکستان د دغه لوړ پوړي پوځي چارواکي دا څرګندونې په داسې مهال دي چې امریکا وايي، اسلام اباد له واشنګټن د میلیاردونو ډالرو ترلاسه کولو سره سره د داسې وسلوالو ملاتړ کوي چې افغانستان کې امریکايي سرتېري په نښه کوي.
خو د پاکستان د پوځ لوی درستیز وايي، چې له ډېرو قربانیو او دوو لسیزو جنګي چاپېریال سره سره دوی ته ویل کېږي چې "د ترهګرۍ بې توپیره مقابله مو نه ده کړې".
د نوموړي اشاره ښايي هغو نیوکو ته وي چې ویل کېږي پاکستان ترهګر په ښو او بدو وېشي.
جنرال باجوه وايي، که پاکستان په دې جګړه کې ډېر څه نه دي کړي، نو بل کوم هېواد ولې څه ونه کړل، ولې په دومره لږو وسایلو سره له پاکستان د دومره لوی بري هیله کېږي، ځکه اوس زه وایم چې نړۍ باید ډېر څه وکړي.
نوموړي له امریکا سره د اړیکو په هکله وویل، چې د مرستې په ځای درناوی او باور غواړي:
"زموږ قربانۍ منل پکار دي، موږ به د امریکا او ناټو د هر هغه عمل ملاتړ وکړو چې ور سره په سیمه په تېره افغانستان کې سولې ته لار اوارېږي، خو زموږ امنیتي اندېښنې ځوابول هم پکار دي".
پاکستان کې د طالبانو مشران
د جنرال باجوه دا خبرې په داسې مهال دي چي په دې وروستیو کې د امریکا او پاکستان اړیکي کړکېچن شوي دي.
دوه اونۍ وړاندې د پاکستان چارواکو دغه هېواد ته د امریکا د ځانګړې استازې اېلس ویلز سفر وځنډاوه.
د اسلام اباد دا ګام له هغه وروسته و چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر پاکستان تور ولګاوه چې خپله خاوره کې یې داسې وسلوالو ته پنا ور کړې چې افغانستان کې د امریکا او نورو ځواکونو پرضد جګړه کوي.
ډونلډ ټرمپ خپله ستراتیژي کې پر پاکستان غږ وکړ چې که د ترهګرو ملاتړ نه پرېږدي تاوان به وکړي.
له دې څو ورځې وروسته افغانستان کې د امریکا او ناټو لوی قومندان جنرال جان نېکلسن وویل، واشنګټن ته معلومه ده چې د افغان طالبانو مشران له پاکستان کار کوي.
د ډونلد ټرمپ له ستراتیژۍ وروسته پاکستان دا ونه منله چې په دغه هېواد کې د وسلوالو طالبانو پټنځي شته.
په ورته مهال یې ګواښ وکړ چې له چین او روسیې سره به اړیکي نږدې کړي.
د برېکس اعلامیه
خو په چین کې برېکس ټولنې- چې روسیه او چین یې - مخکښ غړي دي، د خپلې سرمشریزې اعلامیه کې د هغو ډلو غندنه وکړه چې ویل کېږي مرکزونه یې پاکستان کې دي.
د برېکس په اعلامیه کې راغلي:
"برېکس په سیمه کې ناامني او د طالبانو، اسلامي دولت، القاعده او نورو ډلو لکه د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، د ازبکستان اسلامي غورځنګ، حقاني شبکې، لښکر طیبه، جیش محمد، پاکستاني طالبانو غورځنګ او حزب التحریر تاوتریخوالی غندي".
دغو هېوادونو د دوشنبې په ورځ چین کې د خپلې سرمشریزې بیان کې وویل، چې ترهګرۍ کې ښکېل او د هغوی سمبالګر او ملاتړي محکمې ته کشول غواړي.
د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستګیر د برېکس اعلامیې ته په غبرګون کې وویل، پر خاوره يې د اورپکو پټنځي نه، بلکې د هغوی پاتې شوني دي، چې د هغوی د له منځه وړلو لپاره يې هم مټې رانغښتې.