تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان: د ډونلډ ټرمپ افغان ستراتيژي ناهيلي کړو
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
پاکستان د امريکايي ولسمشر ډونلډټرمپ د افغان ستراتيژۍ په غبرګون کې وايي، د نړۍ هیڅ یوه هېواد د ترهګرۍ ضد جګړه کې نه هم د پاکستان په څېر قرباني ورکړې او نه هم جنګېدلی او زیاتوي، دا چې بیا يې هم د دوی قربانۍ هېرې کړې، نو دغه بیان مایوس کړي دي.
د دغه هیواد د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي په مشرۍ د چهارشنبې په شپه د کابینې غونډه کې پرېکړه شوې، چې د همدې لپاره سبا (پنجشنبه) د قامي سلامتۍ کومېټۍ( ملي امنیت شورا) غونډه را وغواړي او د امريکا همدې نوې ستراتيژي ته به پکې کتنه وشي، چې تردغه بیان وروسته پاکستان ته څه پکار دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا رسنیو ته په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، امریکا او نړیوالو ځواکونو په افغانستان کې اوولس کاله جنګ وکړ، خو د سولې په راوستلو کې بريالي نه شوو او نه به هم په ورته تګلاره په اینده کې بريالي شي.
وینا پاڼه زیاتوي، د افغانستان د ستونزې حل د خبرو له لارې شونی دی.
پاکستان که څه هم د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی، خو افغانستان او هند ته يې په اشارې سره یې ویلي، دوی(پاکستان) تل د هغې ترهګرۍ ښکار شوي، چې تر پولو هاغاړې پلان شوې ده.
خو وايي، هم يې مخکې له نړیوالو سره اوږه په اوږه د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره کار کړی او هم به په راتلونکي کې د ترهګرۍ ضد جنګېږي، ځکه چې په خبره يې ترهګري یوازې یوه هېواد ته نه، بلکې ټولې نړۍ ته خطره ده.
د سیاستوالو غبرګون:
د پاکستان اکثره سیاستوالو که څه هم د ډونالډ ټرمپ د افغانستان او سیمې په هکله ستراتيژي بیان غندلی، خو ورسره ځينو نورو بیا خپله د دغه هېواد پر واکمنو هم نیوکه کړې، چې د پېسو لپاره دې جنګ نه کوي.
د پاکستان پيپلز ګوند سیاستواله او سناتوره شهري رحمان پر خپله ټيوټرپاڼه لیکي:
"په بښنې سره، اوس نورو ته په افغانستان کې د (ډو مور) ضرورت دی، پاکستان ته نه، ځکه چې موږ هله سم و، چې د ناټو لارې په موږ تلې، اوس چې لارې چپې شوې، موږ هم سم نه شوو".
د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو سیاستوال اسد عمر بیا ليکي:
"ترکومه ځایه چې پر پاکستان د بندیزونو خبره ده، نو څوک ټرمپ ته ووایاست، چې ستاسو مرسته دومره کمه ده، چې بېخي هیڅ معنا نه لري".
د متحده قامي غورځنګ یو سیاستوال سید علي رضا عابدي بیا وايي:
"د امریکا پرېشاني ترهګري نه، بلکې د چین او پاکستان ترمنځ اقتصادي لاره ده".
پاکستانۍ رسنۍ:
د پاکستان شاوخوا ټولې رسنۍ نن چارشنبه د ډونلډټرمپ پر ستراتيژي راڅرخي.
دوی که یوې خواته په دغه ستراتيژي کې پر پاکستان د تورونو ذکر کړی، نو بلې خواته يې بیا ډېری ورځپاڼو په افغانستان کې د هند زیات نفوذ ته اشاره کړې ده.
د دوی په خبره په افغانستان کې د پاکستان لویه ستونزه د نوي ډېلي او کابل نژدېوالی دی.
ځينو چاپي رسنیو د ډونلډټرمپ دغه ستراتيژي ناکامه بللې، ځکه چې د دوی په خبره په دې کې د خبرو له لارې د افغان شخړې د اوارولو هيڅ ذکر نشته.