امریکا: افغان سوله کې د پاکستان رول خورا مهم دی

د پاکستان اکسپرس ټریبیون ورځپاڼه لیکي، امریکا دې ته چمتو شوې ده چې د سویلي آسیا او افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتېژۍ له اعلانه وروسته، په دې برخه کې د پاکستان ګټې او اندېښنې په پام کې ونیسي.

ورځپانه دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې کوي. په همدې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف پرون په واشنګټن کې له خپل امریکایي سیال رېکس ټېلرسن سره وکتل.

اعلامیه زیاتوي چې په دې کتنه کې امریکایي چارواکو ومنله چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان رول خورا مهم دی.

ورځپاڼه وایي د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ پرونۍ کتنه په داسې مهال کې کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې بې خونده دي.

لامل یې دا دی چې ولسمشر ټرمپ په خپله نوې ستراتیژۍ کې پر هند غږ کړی چې په افغانستان کې خپل رول پراخ کړي، خو بل لور ته یې د پاکستان رول ته د شک په سترګه کتلي او یو شمېر پوښتنې یې کړي.

ورځپاڼه وایي، د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف په پرونۍ ناسته کې ټینګار وکړ چې د نورو هېوادونو برعکس پاکستان د ترهګرۍ پر ضد په روانه جګړه کې بریالی دی او همدې ټکي د دې هېواد پر اقتصادي حالت هم ښه اغېز کړی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هغې ۱۰۶ کلنې افغانې مېرمنې په اړه لیکنه کړې ده چې په ۲۰۱۵ کال کې په سختو لارو تر سویډنه را رسېدلې وه، او په دې وروستیو کې د دې هېواد د کډوالو ادارې یې بېرته افغانستان ته د لېږلو پرېکړه کړې وه.

نیویارک ټایمز لیکي چې اوس د یوې محکمې په مداخلت دې مېرمنې ته په موقتي توګه په سویډن کې د پاتې کېدو اجازه ورکړل شوې.

دا مېرمن چې بي بي ګل ازبکي نومېږي، له خپل زوی او لمسي سره یو ځای پر غرونو او سیندونو را اوښتې وه او په ځنګلونو کې یې سفر کړی و.

محکمې په خپله پرېکړه کې ویلي چې نوموړې سخته ناروغه ده او په دې حالت کې به یې افغانستان ته بېرته لېږل یو غیر انساني عمل وي. ځکه باید پناه ورکړل شي.

د نوموړي لمسي محمد ازبکي ویلي چې نیا ته یې یوازې د دیارلس میاشتو لپاره په سویډن کې د پاتې کېدوه اجازه ورکړې ده، او دوی اندېښمن دي چې له دې نیټې وروسته به یو ځل بیا افغانستان ته د هغې د لېږلو هڅه کېږي.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د دې هېواد د اقتصادي وضعیت په اړه د لومړي وزیر نرېندرا مودي څرګندونې راخیستي.

د هند اقتصادي وده د روان کال په لومړۍ برخه کې یو څه ټکنۍ شوې ده.

له همدې کبله د لومړي وزیر یو شمېر مخالفین او آن د ده ګوند ځيني پخواني غړي هم پر ده پرله پسې نیوکې کوي.

خو لومړي وزیر مودي پرون یوې غونډې ته وویل، پر حکومت نیوکه کول ښه خبره ده، خو ځینې خلک په لوی لاس وېره خوروي او دا کار د هېچا په ګټه نه دی.

ورځپاڼه د کارپوهانو له قوله لیکي چې د هند د اقتصادي ودې ټکني کېدل څو لاملونه لري.

د بېلګې په توګه حکومت څو میاشتې وړاندې د یو شمېر بانک نوټونه د منځه وړلو پرېکړه وکړه.

خو لومړي وزیر مودي وویل، دې ګام ته اړتیا وه، تر څو تورې پیسې مالومې شي او هغه کسان ونیول شي چې مالیه نه ورکوي.