د پاکستان د پوځ مشر په برخلیک ټاکونکي سفر کابل ته ځي

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن

د پاکستان د پوځ مشر په برخلیک ټاکونکي سفر کابل ته ځي، دا د پاکستانۍ ورځپاڼې پاکستان ټوډې د هغه مطلب سرلیک دی چې کابل ته یې د پاکستان د پوځ د مشر جاوید قمر باجوه د ننني سفر په اړه لیکلی.

تمه ده چې د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوید باجوه نن یکشنبه د اکټوبر په لومړۍ کابل ته سفر وکړي او له افغان مشرانو سره پر مهمو مسایلو خبرې اترې وکړي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې نوموړی به له خپلو افغان انډولو سره د امنیتي همکارۍ او د ډیورنډ کرښې په اوږدو د امنیتي ترتیباتو په اړه خبرې وکړي.

پاکستان ټوډې دغه راز زیاتوي جنرال باجوه به کابل ته د سفر پرمهال به یو ځل بیا افغان پولیس او ملي اردو سرتیرو ته په پاکستاني مرکزونو کې د زده کړې وړاندیز وکړي. او دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو له لارې د ستونزو پرهواري ټینګار وکړي.

هندوستان ټایمز ورځپاڼه

هندوستان ټایمز ورځپاڼه لیکي چې په پام کې ده روانه اونۍ د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی زمیر کابلوف هند ته ولاړ شي او هلته به له هندي چارواکو سره په افغانستان کې د سولې لپاره د کېدونکو هڅو په تړاو خبرې وکړي. ورځپاڼه زیاتوي کابلوف به له یو شمیري هندي چارواکو سره په دې وغږیږي چې څنګه کیدای شي په افغانستان کې سوله تامین شي.

هندوستان ټایمز زیاتوي کابلوف د سیمې او افغانستان په چارو کې اوږده تجربه لري، او په افغانستان کې یې د امریکا يي ځواکونو د کړنو او موجودیت په تړاو سخت دریځ لرلی، خو ورځپاڼه دده دغه ډول څرګندونې او دریځ د هند له نظر سره په ټکر کې دی.

هندوستان ټایمز د هندي چارواکو له قوله لیکی چې نوي ډیلي ته د کابلوف سفر د هغو پرله پسې مشورو یوه برخه ده چې له ترهګرۍ ، اسلامي دولت ډلې او په افغانستان کې د سولې د بهیر سره تړاو لري.

هندوستان ټایمز د چارواکو له قوله چې نوم یې نه دی په ډاګه کړی ویلي روسیه او هند له طالبانو سره د خبرو په تړاو ګډ دریځ لري او روسیه په دې پوهیږي چې د حقاني ډلې په څیر ځینې ډلې شته چې پاکستان یې ملاتړ کوي. ورځپاڼه زیاتوي د هند تر ټولو لویه اندیښه دا ده چې پاکستان د افغان سولې له بهیر د خپلو ګټو د تامین لپاره کار اخلي.

نیوریاک ټایمز ورځپاڼه

نیوریاک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې دعاشورا مراسمو د امنیت په اړه یوه رپوټ کې لیکي چې پر شیعه ویرکوونکو د بریدونو په تړاو ځینې اندیښنې شته. ورځپاڼه د حکومت له خوا د ویرکوونکو د امنیت په تړاو اشاره کوي چې سږ کال یو شمیر داو طلبان هم روزل شوي چې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ د هغو ځایونو دامنیت په ساتلو کې مرسته وکړي چېرته چې د شیعه مذهب پلویان د عاشورا مراسم لمانځي.

بریتانوۍ ورځپاڼه ګارډین لیکي چې یو شمیر سینمايي ستورو ، لیکوالانو او د موسیقارانو په یوه لیک کې غوښتنه کړې چې برتانیا دې نور پر سعودي عربستان وسلې نه پلوري، دا ځکه چې د دغه هېواد ځواکونو په یمن کې په روانه جګړه کې ملکي هدفونه په نښه کړي دي. سعودي عربستان د څو عربي هېوادونو د هغه پوځي ائتلاف مشري کوي چې د عبد ربه منصور هادي دحکومت په پلوي په یمن کې هوايي او ځمکني عملیات کوي.

یو شمیر عربي ورځپاڼو په سعودي عربستان کې میرمنو ته د موټر چلولو د اجازې ورکولو په تړاو مطالب خپاره کړي، له دې ډلې له لندنه خپریدونکې ورځپاڼه الحیاة په یوه مطلب کې لیکل شوي چې اوس په کار ده چې له نوي وضعیت سره سم بشپړ ترافیکي قوانین او اصول رامنځته شي چې نوی رامنځته شوی وضعیت کنټرول کړای شي.