د هرات د هوايي ډګر قومندان ونیول شو

د عکس سرچینه، Getty Images
د هرات د هوایی ډګر قوماندان عبدالحی رسولي د پلازمینې کابل څخه هرات ته د ورغلي پلاوي له خوا نیول شوی دی.
د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده ویلي چی دا خبر رښتیا دی خو پر ده د لګیدلو تورونو د څرنګوالي په اړه معلومات نه لري.
یوې باوري دولتی سرچینې بي بي سي ته ویلي چې د هرات د هوایي ډګر قومندان د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیول شوی.
سرچینه زیاتوي مالومه نه ده چې نوموړی به بیرته خپلې دندې ته ستون شي که به مجرم وپيژندل شي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد هم له بي بي سي سره خبرو کې د ښاغلي رسولي نیول ومنل.
هغه زیاته کړه، چې عبدالحی رسولي د اداري فساد په قضیه کی تورن دی او د لویې څارنوالۍ له خوا کابل ته جلب شوی دی.
هرات کې د فساد ضد هڅې

د عکس سرچینه، .
د تېر اګسټ لومړیو کې په هرات کې پر یوه جومات له برید وروسته هم د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ د ترهګرۍ ضد مدیر، د جنایي پولیسو او استخباراتو مدیران او د هرات د لویې لارې قومندان له دندو ګوښه کړل شول.
په هغه برید کې ۳۴ لمنځغاړي ووژل شول او د همدې دوه چنده ټپیان شول، چې مسوولیت یې داعش ومانه.
تېره میاشت د هرات پخوانی ښاروال فرهاد نیایش هم د فساد په تور د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو .
نوموړی چې په اداري فساد تورن دی له نیول کېدلو دوه میاشتې مخکې د ولسمشر په حکم له دندې ګوښه شوی و.
د افغان حکومت لپاره ننګونه

د عکس سرچینه، Getty Images
اداري فساد په افغانستان کې د حکومت لپاره لویه ننګونه بلل کېږي او نړیواله ټولنه له کابل غواړي چې مبارزه ور سره وکړي.
د ولسمشر غني په مشرۍ د افغانستان د ملي یووالي حکومت هم په دغه برخه کې د خپل کلک هوډ خبره کوي.
افغان ولسمشر تېر کال له اداري فساد سره د مبارزې لپاره قضايي او عدلي مرکز جوړ کړ.
که څه هم ځینې ادارو په دې برخه کې د افغان حکومت هڅې ستایلې، خو د نړیوالې روڼتیا وروستی رپوټ وايي، چې افغانستان په دولتي برخه کې د فساد له مخې په نړۍ کې اتم ځای لري.








