پاکستان ریښتیا هم له افغانستان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی؟

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خواجه اصف له صلاح الدین رباني سره ټلیفوني خبرو کې د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې ده.
    • Author, غزا نور
    • دنده, بي بي سي

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان افغانستان ته د امنیت، اقتصاد، سیاست او ترانزیټ په برخو کې د هر ډول مرستې باور ورکړی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په وينا، افغانستان ته دغه ډاډگيرنه د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ ټليفوني خبرو کې ورکړل شوې ده.

د افغانستان د وسلوال پوځ لوی درستیز جنرال شریف یفتلي هم له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، چې تاجکستان کې د لیدنې پرمهال پاکستاني سیال جنرال باجوه ورسره منلې ده چې ''پاکستان پخوا د طالبانو ملاتړ کاوه خو وروسته له دې به دا هېواد نور وسلوالې اورپکې ډلې ځپي او خپله خاوره کې به پټنځي نه ورکوي. ''

د پاکستان د ولسي او پوځي چارواکو دا څرګندونې په داسې مهال دي چې اسلام اباد په نړیوال کچ تر بل هر وخت زیات له ګوښه توب سره مخامخ دی او پرې تر هر وخت زیات د اورپکو د ملاتړ تورونه پورې شوي دي.

کله چې تېره میاشت د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغان ستراتیژۍ په بیانولو کې پاکستان ته ګوته ونیوله چې د وسلوالو طالبانو پټنځي له منځه نه وړي، نو پاکستان یې خبره رد کړه او ویې ویل چې د واشنګټن مخالف لوري په تېره چین او روسیې ته به نږدې شي.

هغه وخت فکر کېده چې د امریکا په مقابل کې د بېجینګ، مسکو، تهران او نورو په ګډون نوې ټلواله جوړېږي.

خو نويو را د بره کېدونکو اقتصادي هېوادونو یا برېکس ټولنې- چې روسیه او چین یې مخکښ غړي دي - په خپله سرمشریزه کې د یو شمېر ډلو نومونه واخیستل چې دوی وایي پر ضد به یې یو موټی مبارزه کوي.

په دغو ډلو کې د جیش محمد او لښکر طیبه یادونه شوې چې هند ته ګواښ بلل کېږي، د اویغور وسلوالو ذکر هم شوی چې چین یې د ځان لپاره خطر بولي.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د برېکس اعلامیه د هند لپاره ډیپلوماټیک بری بلل کېږي.

دا لومړی ځل و چې برېکس په خپله بیانیه کې اورپکې ډلې په تېره هغه چې پاکستان کې دي وغندلې.

له دې ناستې مخکې باور و چې بېجینګ د اسلام اباد نژدې ملګری دی او داسې څه به نه پېښېږي.

خو د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند وايي، چین باوري دی چې افغانستان کې پانګونه او د چین - پاکستان اقتصادي لار هغه وخت عملي کېدی شي چې په سیمه کې امن وي.

"چین افغانستان کې هم په تېلو او مسو کې لویه پانګونه لري او د همدې پروژ، د پلي کېدو لپاره د دې ډلو له منځه تلل غواړي، روسیه هم غواړي چې په همدې ډلو پابندي ولګېږي، ځکه وېرېږي که دا ډلې پیاوړې کېږي منځنۍ اسیا او بیا مسکو ته ګواښ جوړېږي".

د افغانستان د قبایلو او سرحدونو وزارت مرستیال عبدالغفور لېوال وايي، پاکستان اوس له مختلفو اړوخونو له فشار سره مخ دی، ځکه یې د دریځ بدلولو امکان شته:

"څومره چې فشار زیاتېږي هغومره هغه هېوادونه چې د ترهګرۍ ملاتړي دي انزوا کېږي او دغه هېوادونه له دغه حالت د وتلو لپاره خپلو تګلارو بدلولو ته مجبور وي".

د نوموړي په خبره، د برېکس دغه اعلامیه کې چین پاکستان ته سور څراغ ور کړ چې د وسلوالو ډلو په ملاتړ سره یې د خپلمنځي دوستي دوام ناممکن دی.

خو پاکستان ته دا ډول سور څراغ پخوا هم ور کړل شوی و.

کله چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر ۱۱ بریدونه وشول، د امریکا د هغه وخت د ولسمشر جورج بوش پاکستان ته وویل یا به له موږ سره درېږې یا له ترهګرو سره.

پاکستان د ولسمشر بوش په دغه ګواښ سره د ترهکرۍ ضد جګړې ملاتړ وکړ.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د برېکس اعلامیه کې د وسلوالو طالبانو تاوتریخوالی هم غندل شوی دی.

د طالبانو د رژیم له نسکورېدلو وروسته چې جنرال مشرف اول ځل کابل ته ناڅاپي سفر درلود، ویې ویل چې بیا به اسلام اباد په افغانستان کې لاسوهنه نه کوي.

خو نوموړي د ۲۰۱۵ کال په فرورۍ کې له ګارډین سره په مرکه کې بیا ومنله،‌ چې د هېواد څارګرې ادارې 'ای اېس ای' یې له ۲۰۰۲ کال راهیسې د مخکیني افغان ولسمشر حامد کرزي د ادارې د کمزورې کولو لپاره د طالبانو روزنې ته بیا لاس اچولی دی.

دا معلومه نه ده چې د امریکا د اوسنۍ ستراتیژۍ او د برېکس له اعلامیې وروسته به د پاکستان پرضد کوم عملي ګامونه پورته شي که نه.

خو هماغسې چې له ۲۰۱۱ کال وروسته د وسلوالو ډلو پرضد ختیځ او لوېدیځ کې لږ تر لږه په ظاهره د نظر یووالی راغلی و، اوس داسې ښکاري چې په پاکستان کې د اورپکو ډلو په وړاندې د چلند د څرنګوالي په اړه هم د ډونلډ ټرمپ ستراتیژي او د برېکس د سرمشریزې اعلامیه کې د دریځ یو والی څرګند دی.

خو دا به د افغان حکومت د مشرانو وړتیا پورې اړه ولري چې دغه رامنځته شوی فرصت څومره د ځان په ګټه کارولی شي.