د امريکا نوې افغان تگلاره او پر وړاندې يې سيمه ييز بلاک

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, يما بارز
- دنده, بي بي سي، لندن
د امريکا د نوې افغان تگلارې ځينې ټکي د ولسمشر ټرمپ د ځينو نورو کړنو په څېر د نه وړاندوينې وړ او حيرانوونکي وو، او پر وړاندې يې د غبرگونونو د دغه راز شدت اټکل هم نه و شوى، چې په سيمه کې يې يو شمېر هېوادونه ظاهرا" لا سره نژدې کړل.
ولسمشر ټرمپ له اوږدۀ ځنډ وروسته بالاخره خپله خبره وکړه. له افغانستانه نه وځي، د سرتېرو شمېر په تړاو به پرېکړې د دغه هېواد حالاتو ته په کتو کېږي، د پاکستان "ترهگر پالنه" نه زغمي، او هند افغانستان کې لا پراخې ونډې ته را بولي.
ځینې منتقدین په دې باور دي چې د ټرمپ تګلاره کې نوي څه نه شته خو نور بیا وايي په ۱۶ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې افغانستان لپاره د امریکا په تګلاره کې د ستونزې جرړې ته اشاره شوې.
د امريکا د ولسمشر کلکه نيوکه پاکستان ته مخامخ وه، او په وينا يې د هغو اورپکو ملاتړ کوي چې هېواد يې ورسره جگړه کې ښکېل دى.
خو پاکستان په کلکه او سخت ځورېدلي انداز د ولسمشر ترمپ تورونه رد کړل او د هغه وينا يې ناعادلانه وبلله.

د عکس سرچینه، Getty Images
پر پاکستاني چارواکو د ولسمشر ټرمپ د وينا سخت اغېز د پاکستان حکومت یوه مخالف مشر عمران خان له هغې وينا څرگندېږي چې د امريکا له سي، ان، ان ټلويزيون سره يې په مرکه کې وويل:
"د دې وينا له امله هر پاکستانى د خپگان او شرم احساس کوي. پاکستان د سپټمبر يوولسمې له پېښو وروسته امريکا سره همکاري وکړه، ٧٠ زره کسان مو ووژل شول او اقتصاد ته مو ١٠٠ ميليارډ ډالر زيان واوښت. له دې سره بيا د دغه راز وينا اورېدل موږ لپاره په ژوره توگه دردونکې ده."
افغان تگلاره او سيمه ييز بلاک
د پاکستان له غبرگون سره جوخت د ولسمشر ټرمپ تگلارې پر وړاندې د سيمه ييزو ځواکونو غبرگونونه هم مخې ته راغلل.
د روسيې بهرنيو چارو وزير سرگې لاوروف افغانستان لپاره د امريکا نوې تگلاره "خواشينوونکې او ناکاره" وبلله.
نوموړي په مسکو کې يوې خبرې ناستې ته وويل "خواشينى يم چې د واشنگټن له لوري نوې اعلان شوې تگلاره د زور پر کارونې ورټوله ده" او گټه به ونلري.
چين هم په خپل غبرگون کې د پاکستان ملاتړ وکړ او وې ويل د ترهگرۍ پر وړاندې جگړه کې بايد د دغه هېواد قربانۍ په پام کې ونيول شي.
له دغو دريځونو دا څرگندېږي چې د امريکا پر وړاندې سيمه کې يو بلاک په جوړېدو دى.

د عکس سرچینه، Getty Images
کارپوهان په دې باور دي چې روسيه او چين په افغانستان کې د امريکا د حضور ملاتړ کړى و، خو اوس په نوې تگلاره کې د مهالوېش نه شتون اندېښمن کړي دي.
د تگلارې اغېز
د سيمه ييزو ځواکونو مخالفت بې له شکه د تگلارې پر وړاندې ننگونې ډېروي.
د تگلارې منتقدين دا استدلال هم کوي چې په افغانستان کې د امريکا څه د پاسه ١٠٠ زرو سرتېرو شتون کومه لاسته راوړنه نه درلوده، نو د درې يا څلورو زرو سرتېرو زياتونه به هېڅ راز اغېز ونلري.
خو د کورنيو چارو پخوانى وزير علي احمد جلالي وايي د تېرو څه د پاسه لسو کلونو لاسته راوړنه دا ده چې افغان پوځ اوس په خپله دا جگړه پر مخ بيايي، او د سرتېرو د شمېر ډېرېدا هدف جگړه نه، بلکې د افغان ځواکونو لا ښه روزنه ده.
د تگلارې پلويان وايي د امريکا پخوانيو ولسمشرانو اساسي ستونزې ته چې په پاکستان کې د ترهگرو شتون دى پام نه و کړى، نو له دې امله جگړه تونده شوه، او اوسنۍ تگلارې کې اصلي ژستونزې ته پام شوى.
د پاکستان پر وړاندې غوراوي
ښاغلى جلالي پاکستان پر وړاندې د امريکا دريځ د تېرو ١٦ کلونو يو غبرگون بولي او وايي"هم د امريکا حوصله ختمه شوې او هم د افغانانو."

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلى جلالي وايي د امريکا له لوري هند ته دا بلنه چې د افغان اقتصاد او پرمختيا په برخه کې پراخه ونډه واخلي، ښايي هغه کار وکړي چې په تېرو ١٦ کلونو کې ميلياردونو ډالر ونشواى کولاى. د نوموړي په باور کېداى شي په افغانستان کې د هند د پراخې ونډې مخنيوي لپاره پاکستان خپل دريځ کې بدلون راولي.
د نه همکاري په حالت کې پر پاکستان د مرستو بشپړ بندول، د ناټو له اډانې بهر د امريکا د ستراتيژيک ملگري په توگه د دغه هېواد دريځ ختمول، پر هغو پاکستاني چارواکو چې له ترهگرو سره نژدې بلل کېږي بنديز لگول او په پاکستان کې د ډرون بريدونو ډېرول، نور غوراوي په گوته کېږي.
خو ښاغلى جلالي وايي ښايي خبره دې ته و نه رسېږي، او په وينا يې " د پاکستان مشران هوښيار دي او له امريکا سره به خپل اړيکي دومره خرابې نه کړي."
د افغاستان د کورنيو چارو دغه پخوانى وزير تېر مهال ته اشاره کوي او وايي "پاکستان د طالبانو ملاتړ کاوه، خو چې مشران يې پوه شول نور يې په گټه نه دي نو د واکمنۍ په نړولو کې يې له امريکا سره همکاري وکړه."










