تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرزی: د جګړې خصوصي کول جګړه اوږدوي او خپلسري زیاتوي
د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي د افغانستان د دفاع او امنیت خصوصي کولو معنا به دا وي، چې جګړه اوږده شي، قانون تر پښو لاندې کړل شي او خپلسرۍ زیاتې شي.
ښاغلی کرزی وايي، لازمه بولي، چې د امریکا له دغې احتمالي پرېکړې مخکې خبرداری ورکړي. نوموړی دغه راز وايي که داسې کومه پرېکړه کېږي، په اړه به یې د افغانانو غبرګون ډېر کلک وي.
له دې مخکې د امریکايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي وو، چې ګواکې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ دوو سلاکارانو له خصوصي امنیتي شرکتونو د افغانستان د جګړې په اړه نظر غوښتی دی.
داسې هم ویل شوي، چې دوو مهمو امنیتي شرکتونو افغانستان کې د جګړې مدیریت دوی ته د ورکولو وړاندیز کړی دی.
خو امریکايي چارواکو په دې اړه رسماً تر اوسه هېڅ نه دي ویلي.
ښاغلي کرزي له افغان حکومته غوښتي، چې خصوصي سیکتور ته د جګړې له سپارلو سره خپل مخالفت څرګند کړي.
حامد کرزی له هغو کسانو یو بلل کېږي، چې ډېر کله د افغانستان په تړاو د امریکا متحدو ایالتونو له یو شمېر پالیسو سره مخالفت کوي.
امریکا حکومت د افغانستان په اړه پر خپله پالیسۍ غور کوي او سناتور جان مکین یې د اعلانولو لړ کې پر ځنډ نیوکې کړې دي.
ښاغلي مکین ویلي د طالبانو، حقاني شبکې، داعش او القاعدې د ځپلو لپاره باید په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر ډېر او واک یې زیات شي.
هغه د افغانستان له هوايي ځواک سره د مرستې ډېرول او همدا راز پر پاکستان د فشار راوستلو سپارښتنه کړې ده او وايي، پاکستان باید طالبانو او حقاني شبکې ته له پټنځایونو ورکولو لاس واخلي.