تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
" پاکستان ته د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د صبر کاسه ډکه شوې"
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
پاکستان ټوډې:
پاکستان ټوډې ورځپاڼې د اسیا مرکز د مرستیال مشر هغه څرګندونې را اخیستې چې وايي داسې ښکاري چې د طالبانو او حقاني شبکې د ملاتړ له امله پاکستان ته د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د صبر کاسه ډکه شوې ده.
ډاکټر مسعود یوسف په اسلام اباد کې د امریکا او پاکستان اړیکو په اړه یوې غونډې ته وینا کې ویلي له امریکا سره د پاکستان اړیکي هغه وخت عادي کیدای شي چې له امریکا سره د افغانستان په ټیکاو کې مرسته وکړي.
ده ویلي د همدې لپاره پاکستان ته پکار ده چې د طالبانو او حقانې ډلې په وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي.
ایر فورس ټایمز:
امریکايي خپرونه ایر فورس ټایمز لیکي چې امریکا د سمندري ځواکونو سل تازه دم سرتیري افغانستان ته استوي.
دغه خپرونه زیاتوي دا سرتیري به د افغانستان نارام ولایت هلمند کې ځای پر ځای شي.
خپرونه په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د ویاند له قوله لیکي دغه سرتیري به د یوې لنډې مودې لپاره هلمند ته واستول شي، چې د ده په وینا هلته له میشتو سرتیرو سره مرسته وکړي.
هندوستان ټایمز:
هندوستان ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د نشه یي توکو د کاروبار او له دې لارې د طالبانو د مالي عایداتو په اړه یو مطلب خپور کړی.
په دغه راپور کې چې فرانس پرس خبري اژانس جوړ کړی ویل شوي چې طالبان په افغانستان کې د هیروینو پر تولید کنټرول لري.
په راپور کې د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو د مخنیوي د ادارې په حواله ویل شوي چې طالبانو تیر کال د شاوخوا نیمايي عاید د اپینو د کار له لارې ترلاسه کړی.
په راپور کې ویل شوي چې امریکا له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې د نشه یي توکو د مخنیوي په برخه کې اته اعشاریه شپږ ملیارد ډالره لګولي خو بیا هم د افغانستان هیرویین تر شمالي امریکا رسیږي.
ګارډین:
ګارډین ورځپاڼې د پاکستاني طالبانو د هغې مجلې په اړه یو مطلب خپور کړی چې د ښځو لپاره یې ځانګړې کړې ده.
په راپور کې ویل شوي چې په مجله کې د دغې ډلې د مشر فضل الله خراساني د میرمنې مرکه خپره شوې، هغې ویلي نجونې باید ژر واده کړل شي ځکه که د دې په وینا داسې ونه شي نو اخلاقي فساد خوریږي.
د مجلې په سرمقاله کې ښځې هڅول شوې چې د دوی په وینا د مجاهدینو له لیکو سره یو ځای شي.
د دغې مجلې په اړه په امریکا کې د ووډراو ویلسون مرکز یوه غړي مایکل کوګلمان ګارډین ته ویلي دا د جګړې په ډګر کې د طالبانو له ناکامیو وروسته د دغې ډلې یوه هڅه ده چې خپل نفوذ پراخ کړي.
دی وايي طالبان ځکه ښځې هڅوي چې دوی پر خپلو اولادونو ډیر اغیز لرلی شي.